1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د انتي بیوټیک دخوړلو پروخت د کولمود سلامتۍ له پاره څه وخورو؟

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي پاڼه
۱۴۰۳ بهمن ۱۰, چهارشنبه

په ۱۹۲۸م کال کي د لومړني انتي بیوتیک یعني پنسلین کشف د طبي پوهي په برخه کي یوه لویه لاسته راوړنه وه. تر هغه وخته پورې په پراخه کچه ډیري ساري ناروغۍ موجودي وې. حتی په صنعتي نړۍ کې یې له امله، اوسط عمر ۴۷ کاله و.

انتي بیوتیک د تابلیتونو په شکل
د انتي بیوټیک د خوړلو پر وخت د کولمو د سلامتۍ له پاره څه شی وخورو؟انځور: Imago/Niehoff

په داسي حال کي چي انتي بیوټیک هرکال د ناروغیو د عاملو باکتریاوو په له منځه وړلو کي د بې شمېره انسانانو ژوند ژغوري، خو په عین وخت کي کولای سي د لویانو د کولمو پر میکروبیوم اوږدمهال اغیز ولري، لکه په کولمو کي د گټورو باکتریاوو او نورو میکروبونو د تنوع کمښت. له همدې کبله که له باکتریايي عفونت سره مبارزه کي انتي بیوتیکو ته اړتیا ولرئ باید په دې پوه سئ چي څرنگه کولای سئ د خپلو کولمو د میکروبیوم د سلامتیا ساتنه وکړئ.

اوله خبره داده چي د انتي بیوټیکو د غیر ضروري او ناسم مصرف څخه ډډه وسي او یوازي چي ورته اړتیا ولرئ، د ډاکټر د سپارښتني سره سم یې وکاروئ.

اړوند:«انتي بیوتيک سره مقاوم عفونتونه ممکن په ميلیونونو انسانان مړه کړي»

خو د پروبیوتکونو مصرف بیا څرنگه؟ که څه هم عام نظر پر دې دی چي د پروبیوټیکونو د بشپړوونکو مصرف امکان لري د هغو گټورو باکتریاوو په بیارغونه کي مرسته وکړي چي د انتي بیوټیکو  د مصرف پر وخت له منځه تللي دي، خو نوي پلټني ښيي چي دغه بشپړوونکي د "کولمو له میکروبیوتونو" سره هیڅ ډول مرسته نه کوي او حتی امکان لري تاوان ورته ورسوي.

پر دغو باکترياو نور انتي بيوتيک هيڅ اثر نه لري

01:04

This browser does not support the video element.

ستونزه داده چي د پروبیوتیکو په بشپړوونکو کي یوازي د میکروبونو محدود ډولونه شاملیږي. کله چي دغه پروبیوتیکونه کولمو ته داخلیږي، د فضا د اشغالولو او غذايي موادو د پیدا کولو له پاره سیالي کوي او امکان لري چي د کولمو د طبیعي میکروبونو له بیارغوني څخه ډډه وکړي.

نو آیا دا په دې معنی نه ده چي پروبیوتیکونه د انتي بیوټیکو په مرسته درملني په ترڅ کي بې فایدې دي؟ نه په بشپړ توگه. اوسني شواهد ښيي چي ځیني پروبیوتیکونه ممکن په کوچنیانو، لویانو او زړو خلکو کي د انټي بیوټیکو په کارولو سره د معدې د اختلاطاتو په مخنیوي کې معتدل اغیز ولري. په هرصورت، ټول پروبیوټیکونه دا ډول اغیز نه لري.

د کارپوهانو په خبره، ښه به داوي چي د انټي بیوټیک کاروونکي په کولمو کي د میکروبونو له پاره د ښو خوړو پر چمتو کولو تمرکز وکړي. په فایبر بډایه خوړو خوړل، په ځانګړې توګه د پری بیوټیک فایبر، کولی سي د انټي بیوټیک  تر دورې وروسته د صحي کولمو د باکتریاوو په بیا رغولو کې مرسته وکړي. متنوع غذايي رژیمونه او په فایبر بډایه خواړه حتی د انټي بیوټیکي مقاومت له کمولو سره تړاو لري.

په پري بیوټیکو بډایه خوړو کي پیاز، اوږه، گندنه، کېله، مارچوبه، آرتیچوک، لوبیا، اوربشي او د غنمو بشپړي دانې شاملیږي.

مقاومت لرونکې نشایسته چې په داسي خوړو لکه لوبیا، اومو کېلو، ټولو حبوباتو، یخو سوو پخو پټاټو، وريجو او مکرونیو کي پیدا کیږي، هم د پری بیوټیک په توګه کار کوي.

په یاد ولرئ که د انتي بیوتیکو د خوړلو پر وخت په اسهال او یاهم د معدې له نورو علایمو سره مخامخ سئ، ښه به داوي چي صبر وکړئ او کله چي مو حالت بهتره سي، بیا نو د فایبر د مصرفولو کچه ډېره کړئ.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل