د اندونيزيا په اوبو کي د مهاجرو کښتۍ اوښتې ده
۱۳۹۲ مرداد ۲, چهارشنبهډیر شمیر کډوال د اندوییزیا له لاري د کښتیو په مرسته ځانونه استرالیا ته رسوي او بیا هلته د پیاغوښتنه کوي. تر دې مخکې استراليايي چارواکو ویلي ول چې ټول هغه کسان چې د کښتیو په واسطه استرالیا ته رسیږي «نوې پاپوا گینه» ته به واستول شي.
په استرالیا کې د کډوالو پر موضوع باندي تل تاوده بحثونه کیږي. دغه بحثونه خو بیا په خاصه توګه په وروستیو وختونو کې د دغه هیواد د ټاکنو له رانزدې کیدو سره لا هم توده شوې دې.
تر دې مخکې استرالیایي رسنیو ویلي ول چې د احتمالي کډوالو په دغه کښتۍ کې ۱۷۰ کسان سپاره ول چې۶۰ تنه یې د کښتۍ د چپه کېدو له کبله وژل شوي او یا هم ورک شوي دي. دغه کښتۍ د سه شنبې په ورځ چپه شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې اندونیزیایي ژغورونکي چارواکي ادعا کوي چې په کښتۍ کې ۱۶۰ کسان سپاره ول چې له ډلي څخه یې یوازي درې کسان وژل شوي او پاته نور ټول کسان ژغورل شوي دي. ویل شوي دي چې د وژل شويو کسانو په ډله کې دوې ښځي او یو ۱۲ کلن هلک شامل وو.
یو تن اندوینزیایي ژغورونکي چارواکي روچمالي، رویترز خبري آژانس ته د چهارشنبې په ورځ وویل: «[ژغورل شوي کسان] د کډوالو موقت کمپونو ته لیږدول شو ي دي [...] د هغوی روغتیایي حالت ښه دی.»
ویل کیږي چې په دغه کښتۍ کې ایراني، عراقي، بنګله دیشي او سریلانکایي مهاجر سپاره ول. د دغو کسانو کښتۍ د سه شنبې په ورځ د جاکارتا په ۲۷۰ کیلومتري کې ډوبه شوې وه.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې څه نا څه ۱۰۰۰ کسان د اندونیزیا او استرالیا تر منځ په اوبو کې وژل شوي دي. په دې ترڅ کې ۱۵۰۰۰ تنه کډوال استرالیا ته رسیدلي هم دي. دا په داسې حال کې ده چې استرالیا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ځینې تدابیر یې تر لاس لاندې نیولې دي چې له مخې به یې دغه هیواد ته د کښتۍ له لارې د رسیدونکو کډوالو شمیر راکم شي.
په دغو تدابیرو کي په اندونیزیا کې ایرانیانو ته د ویزې نه ورکول هم شامل دي چې په پایله کې یې د دغه هیواد اوسیدونکو ته اندونیزیا ته رسیدل ستونزمن کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو یو شمیر مدافع سازمانونو پر دغو نویو تدابیرو باندې نیوکې کړې دي.
استرالیا اوس په نوي پاپواګینه هيواد کې د ګډوالو د ساتلو کمپونه جوړ کړي دي چې ویل کیږي پکښې بشري حقوق پکښې تر پښو لاندې کیږي.