1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انرژۍ بخښونکو نوشابو کافئین د ماشومانو روغتیا ته خطرناک دي

۱۴۰۳ آذر ۱۴, چهارشنبه

متخصصین خبرداری ورکوي چې د لوړ کافئين لرونکې نوشابې «انرژيانې» ماشومانو ته خطرناکې دي. د اروپا د غذايي موادو د خوندیتوب اداره وايي ماشومان باید په ورځ کې د خپل بدن د هر کېلو وزن مطابق تر ۳ ملي ګرامه ډېر کافئين ونه کاروي.

په ځوانانو کې د انرژي بښونکو انرژۍ استفاده - ريد بول انرژي
متخصصین خبرداری ورکوي چې د لوړ کافئين لرونکې نوشابې «انرژيانې» ماشومانو ته خطرناکې ديانځور: picture-alliance/Sven Simon

انرژي بخښونکې نوشابې په خپل ترکيب کې د کافيئن، آمینه تایورین اسيد او بورې په څېر مواد لري. دغه نوشابې د وينې د فشار او د زړه ټکانونو په ډېرولو سره، شخص هوښیار ساتي او عصبي سیستم تحریکوي.

حتی د دغو محصولات په تجارتي اعلانونو کې هم ليدل کيږي چې دا د جسمي او ذهني فعالیت له پاره ګټورې دي. خو د آلمان په مونشن کې د ماشومانو د زړه ناروغیو په کلینک LMU کې ډاکټر فلیکس اوبرهوفر، وايي چې د طبي مطالعاتو پر اساس د دغې موضوع په هکله انتقادي نظریه موجوده ده.

د ډاکټر هوفر، په آند ماشومان او تنکي ځوانان باید په هېڅ صورت کې له انرژي بخښونکو نوشابو استفاده و نه کړي په ځانګړې توګه کله چې په هغوی کې د زړه د عروقي ناروغي خطرونه لکه د زړه د عضلو التهاب، له موره پيدايښي قلبي ستونزې، د وينې لوړ فشار، شکره یا د ډېر وزن لرلو په څېر ناروغۍ موجودې وي.

د اروپا د غذايي موادو د خوندیتوب ادارې (EFSA) د سپارښتنو مطابق، ماشومان او تنکي ځوانان باید په ورځ کې د خپل بدن د هر کېلو وزن پر سر حد اکثر ۳ ميلي ګرامه کافئین مصرف کړي. یوه انرژي بښونکې نوشابه چې مقدار ېې ۲۵۰ ملي لېټره وي، په اوسط ډول شاوخوا ۸۰ میلي ګرامه کافئين لري. په دې ترتیب کې یو تنکی ځوان ۵۰ کيلوګرامه وزن ولري، او په ورځ کې دوه دا ډول نوشابې مصرف کړي، د کافيئن د مجاز اندازې مقدار ېې له ټاکلي حده اوړي.

د ډاکټر اوبرهوفر په خبره، د دا ډول نوشابو ډېره استفاده کولی شي د زړه په ضرباتو کې د ګډوډۍ رامنځ ته کېدو، د وينې فشار د لوړېدو او د زړه عضلو د زیانمېدو په څېر ستونزو سبب واقع شي.

طبي ډاکټران له کلونو راهیسې په ماشومانو کې د دغو نوشابو له حده زیاتې استفادې د خطرونو په هکله خبرداری ورکوي. دوی حتی وړاندیزونه کړي چې د دغو نوشابو خرڅلاو دې له قانوني عمر (۱۸ کلنۍ) ښکته افرادو ته ممنوع وګرځول شي.

په ليتوانيا او لاتویا کې دا ډول ممنوعیت موجود دی. په آلمان کې هم د اتباعو «په تغذیه کې د بدلون» شورا د ۲۰۲۴م کال په پسرلي کې وړاندیز وکړ چې د انرژي لرونکو نوشابو د خرڅلاو له پاره یو سني محدودیت وټاکل شي.

له آرشیف څخه:

انرژي لرونکي نوشابې څومره خطرناکې دي؟

02:51

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب