د انساني قاچاق په تور د آلمان په ۱۲ ايالتونو کي چاپې
۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبه
د آلمان فدرالي پوليسو د دغه هيواد په بيلو سيمو کي د داسي شرکتونو پر ضد چاپې وهلي، چي ورباندي د کار او ويزې د قوانينو څخه د سرغړونې شک کيږي.
اعلان
د آلمان برلين ايالت څارنوالۍ د دغو پلټونو او چاپو حکم ورکړی ؤ. دغه چاپې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۸مه) د آلمان په ۱۲ ايالتونو کي ووهل سوې او هدف يې د انسانانو قاچاق کوونکې يوه ډله وه.
په دغو چاپو کي برخه والو چارواکو ويلي دي چي د چاپو پر وخت يې يو شمير کسان په برلين، براندنبورګ، برېمن او نيدرزاکسن ايالت کي نيولي هم دي. زياته سوې چي په ۱۲ ايالتونو کي په بيلو ځايونو کي تلاښۍ هم ترسره سوې.
پوليسو ويلي دي چي دغه عمليات يې د يوې داسي ډلې پر ضد تر سره کړي دي چي ورباندي د انساني قاچاق شک کيږي. زياته سوې چي پر دغه ډلې شک کيږي چي د آلمان دننه او دباندي يې د شرکتونو داسي يوه شبکه جوړه کړې وه چي په مرسته يې په ويزه مکلفو هيوادونو څخه يې وګړي په ناقانونه توګه راوستل او په کار يې ګومارل. د چارواکو په وينا زيات شمير بهرني کارګر يې و لويو لوژيستيک شرکتونو ته په داسي حال کي کار کولو ته لېږل چي پر قانون برابر نه ول.
چارواکو ويلي چي د دغي ډلې پر ضد جدي شک سته چي په تجارتي او د شبکې په شکل يې جعلي اسناد جوړ کړي، بهرنيان يې په ناقانونه توګه آلمان ته راقاچاق کړي او په ناقانونه توګه يې دغه کسان په کار ګومارلي او ناقانونه پيسې يې سپيني کړي دي.
د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړیوال سازمان (UNODC) د ارزونې له مخې انساني تجارت مختلف ډولونه لري. د انساني تجارت دوې اصلي برخې په جنسي استثمار او بیګارۍ پورې اړه لري، خو ۸ سلنه یي بیا د تحمیلي ودونو او سوالګرۍ ته د انسانانو په اړایستلو پورې تړلي دي.
انځور: picture-alliance/Winfried Rothermel
د انساني تجارت مختلفي برخي
فحشا او بد لمني د انساني تجارت له مهمو ډولونو څخه شمیرل کیږي، خو د کرهڼیز اقتصاد، د نشه یي موادو پیر پلور، کب نیونه، د کور کار او نورو برخو کې هم له انساني تجارت څخه ګټه اخیستل کیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/G. Kassab
د توکو په شکل د انسانانو تجارت
هر کال په ټوله کې تر دوه میلیونه او ۴۰۰ زرو ډیر انسانان د توکو په شکل پير او پلورل کیږي. دا له بشري حقونو څخه د سرغړونې یو ترټولو بد شکل ګڼل کیږي. د کار نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې د انساني تجارت له طریقه د ترلاسه کیدونکي عاید کلنې کچه تر ۳۲ میلیارده ډالرو زیات ښودل شوی دی.
انځور: picture-alliance/Photoshot
د انساني قاچاقبرانو په وسیله تجارت
انساني تجارت سرحد نه پيژني! هم د هیواد په پولو کې دننه او هم په نړیواله کچه. د انساني قاچاق اکثره قربانیان د لږ پرمختیایي هیوادونو اتباع دي. د بیلګې په توګه د مودلداوي هیواد اتباع د ترکیي، روسیي او متحده عربي اماراتو په هیوادونو کې د مختلفو کارونو د ترسره کولو په موخه پلورل کیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Alangkara
انسانان څنګه د دغو قاچاقبرانو په دام کې لویږي؟
له یوې خوا بی وزلي، فقر او محرومیت، او له بلې خوا یوې ښې راتلونکي ته امیدواري د دې سبب کیږي چې هر کال په میلیونونو انسانان د قاچاقبرانو په دام کې بند پاتې شي. سربیره پر دې ډیر شمیر جنایتکاره بانډونه د ماشومانو په تښتونه لاس پورې کوي او دغه ماشومان بیا په نورو هیوادونو کې خرڅوي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz
د انساني تجارت ضد مظاهرې
د هغو کسانو دقیق ارقام چې د انساني تجارت قرباني کیږي شتون نه لري. که څه هم د داسې کسانو شمیر شاوخوا ۲۰ میلیونه اټکل شوی دی، خو ویل کیږي چې حقیقي ارقام تر دې ډیر لوړ دي. په نړیواله کچه د انساني قاچاق پر ضد اعتراضونه دوام لري. په دې انځور کې د لاګوس هیواد خلک لیدل کیږي چې د انساني قاچاق او تجارت پر ضد یي په مظاهره کې ګډون کړی دی.