د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» له خوا د یوې نوې ترسره شوي نظر پوښتني له مخې نږدې نیمایې آلمانان غواړي چې د دغه هيواد صدراعظمه انګلا میرکل دې په ۲۰۲۱م کال کې تر ټاکنو مخکې له خپله دنده پرېږدي.
د ’YouGov‘ په نوم ترسره شوي سروې پایلې د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۲۷) خپرې شوي دي. په دې نظر پوښتنه کې د پوښتل شوو کسانو ۴۷ سلنه ویلي دي چې دوی غواړي وویني چې انګلا میرکل د خپل صدارت دورې تر بشپړولو مخکې له خپله دنده پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې یوازې ۳۶ سلنه خلکو ویلي دي چې میرکل ته په کار دي چې د خپل صدارت دورې تر بشپړولو پورې پر خپله چوکۍ پاته شي.
دا خبره مهمه ده چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې تر ټاکنو سمدستي وروسته په ترسره شویو نظرپوښتنو کې د میرکل ملاتړ ډیر زیات وو. په هغه وخت کې د ورته ترسره شوې یوې سروې له مخې ۳۶ سلنه آلمانانو ویلي ول چې غواړي د آلمان صدراعظمه انګلامیرکل په۲۰۲۱م کال کې تر راتلونکو ټاکنو مخکې له خپلې دندې د لیري کیدو په حال کې وویني، په داسې حال کې چې ۴۴ سلنه خلکو بيا ويلي ول چې میرکل دي د خپلي دندې ترپايه پوري پاته وي.
په آلمان کې د سپتمبر میاشتې تر ټاکنو وروسته د میرکل محافظه پاله مسیحي دیموکرات ګوند له سوسیال دیموکرات ګوند سره د مشروطه حکومت د جوړولو له پاره خبرې اترې جاري ساتلي دي.
dpa(S.N/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه انځوریز رپوټ:
انگلا میرکل څرنگه د پخواني ځتیځ آلمان له یوې مذهبي کورنۍ څخه ځان د آلمان تر ټولو مهم او لوړ دولتي پوست ته ورساوه؟ کیسه یې په دغو انځورونو کې ولولئ.
انځور: Reutersمیرکل د آلمان د سیاست په ډگر کې لومړی د محافظه کار گوند تر رهبري ورسیده او بیا د آلمان صدراعظمه شوه. هغه تر اوسه پورې درې وارې پرله پسې لومړۍ وزيره ټاکل شوې او اوس يې پر دغه چوکۍ تقريبا ۹ کاله پوره کيږي.
انځور: Reutersکله چې وړوکې انگلا دوروتیا کیسنر لویده، څوک په دې خبره پوهیدل چې هغه به یو وخت د نړۍ تر ټولو پیاوړې ښځینه سیاستواله شي؟ میرکل د ختیځ آلمان په تیمپلن ښار کې په یوې مذهبي پروتیستانت کورنۍ کې وروزل شوه. د هغې پلار یو پروتیستانت روحاني وو نو له همدې کبله د میرکل ډیر پالنه د هغې د مور له خوا وشوه.
انځور: imagoپه دې انځور کې د میرکل نیا، نیکه او د هغې پلار لیدل کیږي. دغې کورنۍ په لومړي سر کې په پولند کې ژوند کاوه خو په ۱۹۳۰ کال کې بیا آلمان ته راغله. په ۲۰۱۳ کال کې د آلمانۍ صدراعظمې انگلا میرکل د پولندي ریښو په اړه معلوماتو لږ تر لږه په پولند کې یو څه توده بحثونه راوپارول.
انځور: picture-alliance/dpaمیرکل په ۱۹۷۳ کال کې ښوونځې په بهترينو نمرو پای ته ورساو او تر هغه وروسته په رخصتۍ ولاړه. میرکل د پخواني ختيځ آلمان د آزادو آلماني کمیونست ځوانانو غړې وه. هغه لومړۍ آلمانۍ مشره ده چې په پخواني ختیځ آلمان کي لويه سوې ده.
انځور: picture-alliance/dpaانگلا په لا يپزڅيګ کې د فزیک په برخه کې تحصيل وکړ. هغې په همدې ځای کې خپل لومړی میړه وپیژند چې اونریش میرکل نومیده. اونریش وروسته وویل چې کله یې میرکل د لومړي ځل له پاره ولیده نو ورته یوه روښان انده، د پرانیستي فکر خاونده او طبعي نجلۍ ښکاره شوه. میرکل له سفر کولو سره مینه لري. دا انځور په ۱۹۸۲ کال کې په پراگ کې اخیستل شوی. هغې خپله دوکتورا په کیمیا کې د ختیځ آلمان د ساینس په آکاډمي کې ترلاسه کړه.
انځور: picture-alliance/dpaمیرکل له سیاسي لحاظه د ختیځ آلمان په اپوزیسیون کې فعاله شوه. د ختیځ او لویدیځ آلمان تر یوځای کیدو وروسته د هغې گوند له مسیحي دیموکرات اتحاد (CDU) سره یوځای شو. د آلمان د هغه وخت صدراعظم هلموت كول له میرکل څخه ملاتړ وکړ او هغه ته یې په خپلې کابینې کې کار ورکړ.
انځور: Reutersمیرکل په CDU کې ډیر پرمختگ وکړ او د دې گوند مشره شوه. کله چې دغه گوند په ۲۰۰۵ کال کې له سوسیال دیموکراتانو سره لوی ایتلاف وکړ، هغه د آلمان لومړۍ ښځینه صدراعظمه شوه.
انځور: Reutersمیرکل د آلمان، اروپا او نړۍ په سیاسي ډگر کې قوي څرگنده شوې ده. هغې د اروپايي مالي کړکیچ پر مهال له خپل موقف سره د آلمان له گټو څخه دفاع وکړه. د هغې منتقدین نیوکه کوي چې میرکل ډیر سیاسي مانورونه ترسره کوي. په دې مورد کې هغوی په آلمان کې د امریکا متحده ایالاتو د جاسوسي بربنډونې د بیلگې په توگه یادوي.
انځور: Reutersپوتین او میرکل دواړه یو له بل سره په آلماني او روسي ژبو خبرې کوي. داسې ښکاري چې د دواړ اړیکې ښې وي خو د کریمیا موضوع د دواړو هیوادونو اړیکې یو څه ترینگلې کړې دي.
انځور: picture-alliance/dpaمیرکل له خپل لومړي میړه نه بیله شوه. هغې بیا وروسته له یواخیم ساویر سره واده وکړ. که څه هم میرکل خپل اولادونه نه لري خو یواخیم له خپلې مخکینۍ میرمنې څخه دوه زامن لري. میرکل په برلین کې له خپل میړه سره په یوه اپارتمان کې ژوند کوي او پخپله خپله سودا رانیسي.
انځور: picture-alliance/dpaمیرکل خپلې رخصتي په ایټالیا کې تیروي. هغه لمبا او قدم وهلو ته ځي. په ژمې کې هغه سکي کولو ته ورځي.
انځور: Reutersمیرکل د آلمان د فوټبال ملي لوبډلې مینه واله ده او د دغې ډلې په مهمو لوبو کې د تماشه کوونکي په توګه گډون کوي. نوموړې د نړیوال جام د پای لوبې د کتلو لپاره هم ورغلې وه.
انځور: Reuters