د اوباما د خاطراتو د چاپ له پاره ۶۵ ميليونه ډالره ورکول کیږي
۱۳۹۵ اسفند ۱۲, پنجشنبه
د چاپي رسنۍ یو شرکت چمتو دی چې د باراک او میشیل اوباما د خاطراتو کتاب د چاپ له پاره تر ۶۵ میلیونو ډالرو پوري رانيسي. دغه اندازه پیسې تراوسه پوري هیڅ یوه ولسمشر ته نه دي وړاندیز شوي.
اعلان
د «پنګوین رندوم هاوس» په نوم چاپي رسنۍ غواړي چې د باراک اوباما او میشیل اوباما د خاطراتو کتاب د چاپ حقوق ترلاسه کړي او د دې کار له پاره یې دوی ته ۶۵ میلیونه ډالر «تقریباً ۶۱ میلیون یورو» ورکړي دي.
دغه خبر د چهار شنبې په ورځ د فاننشل ټایمز ورځپاني خپور کړی دی. د امریکا پخواني ولسمشر چې په ۲۰۰۹م کال کې یې د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې، له خپلي مېرمني سره یو ځای څرګنده کړې ده چې د خپلو خاطراتو د چاپ د حقوقو د پیرودلو «ډیره اندازه پیسې» یې خپل شخصي خیریه سازمان او ځينو نورو خیریه سازمانونو ته بخښلي دي. دوی دواړو په دې وروستیو کې له خلکو غوښتي ول چې د مرستنیدویه پروژو نظريي دې له دوی سره شریکې کړي.
د «شپیګل انلاین» د رپوټ په حواله، د چاپ د نړیوالو شرکتونو په منځ کې د امریکا د ولسمشرانو خاطرات ډیر د پام وړ دي. دا ځکه چې دغه راز کتابونه د دې وړتیا لري چې په دېره اندازه چاپ او بازار ته وړاندي کړل شي.
د همدې رپوټ پر اساس، د نړۍ یو شمیر نورو چاپي شرکتونو د باراک او میشیل اوباما د خاطراتو کتاب د چاپ د حقوقو ترلاسه کولو له پاره ډيري هڅې کړي او له «پنګوین رندوم هاوس» شرکت سره چې د نړۍ تر ټولو ستر د چاپ شرکت یادیږي، سخته سیالي یې هم کړې.
تردې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر اوباما د «پنګوین رندوم هاوس» شرکت په مرسته د خپلو خاطراتو دوه او د ماشومانو له پاره یو کتاب هم خپور کړی دی. اوباما څو ځله د خپلې لیکنې وړتیا ته اشاره کړې او ویلي یې ول چې هغه نه غواړي چې د خاطراتو په دې کتاب کې یوازي په سپینه ماڼۍ کې د اوسیدو کیسه وکړي.
د اوباما نورو پخوانیو سیالانو هم د خپلو خاطراتو د چاپ د حقوقو په بدل کې ډیري پیسې ترلاسه کړي، خو د فایننشل ټایمز له خوا د خپاره شوي رپوټ پر اساس چې اوباما او میشیل ته کومي پیسې ورکړل شوي، په هیڅ ډول د پرتلې وړ نه دي.
بل کلنټن چې د خاطراتو کتاب یې د «زما ژوند» په نوم په ۲۰۰۴م کال کې خپور شو، ۱۵ میلیونه ډالر او د جورج ډبلیو بوش د خاطراتو کتاب چې «د پریکړې شیبې» په نوم خپور شو کابو ۱۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي ول.
باراک او میشیل اوباما چې د خلکو په منځ کې څه نا څه ډېر محبوبیت لري، د خاطراتو کتاب د چاپ وخت او د ژباړې په هکله تر اوسه پورې کوم جزیات په لاس کې نه شته.
په ۲۰۱۲م کال کي د المپيک په لوبي کي د امريکا او برازيل ترمنځ د باسکيټبال لوبي د نندارې پرمهال اوباما له خپلي کورنۍ او مرستيال سره.
انځور: picture alliance/dpa/Pete Souza
اوباما په خپل کاري دفتر کي له يوه درې کلن هلک سره د خيالي لوبي پرمهال. دغه عکس تيرکال اخيستل سوی دئ. د اوباما ځانگړی عکاس پيت سوزا د اوباما ټول عکسونه خوښ دي. خو وايي چي هر يو ئې تر بل ښه دئ.
انځور: picture alliance/dpa/Pete Souza
له شازاده سره ليدنه
په بريتانيا کي د سفر پرمهال له سلطنتي کورنۍ سره د اوباما ليده کاته. اوباما له کوچنی شازاده پرنس جورج سره روغبړ کوي.
انځور: picture alliance/ZUMA Press/Pete Souza
که څه هم اوباما د نړۍ تر ټولو قدرتمن جمهوررئيس بلل کيږي خو کوښښ ئې کړی دی چي هغه لمسېدای هم سي. هغه امريکايي کوچنيان چي سپيني ماڼۍ ته په ورتگ توانېدای سي کولای سي له اوباما سره وویني.
انځور: picture alliance/dpa/Pete Souza
اوباما هر وخت په دې تلاښ کي دی چي په سياست کي خپله «سړه سينه» وښيي. په ډېرو عکسونو کي چي سوزا اخيستي دي د اوباما دغه ځانگړتيا له ورايه ښکاري. انځور په ۲۰۱۲م کال کي د انتخاباتي کمپاين پرمهال له خپل مرستيال سره.
انځور: picture alliance/dpa/Pete Souza
دغه انځور په سپينه ماڼۍ کي له کارگرانو سره د اوباما مينه ښيي.
انځور: White House/Pete Souza
په دې انځور کي اوباما له جامايکا څخه بيرته امريکا ته د گرځېدو په موخه سفر پيلولو په حال کي دئ. د سپيني ماڼۍ عکاس سوزا هر وخت داسي عکسونه اخلي چي په عکس کي ټول اړخونه خپله خبري کوي.
انځور: picture alliance/dpa/Pete Souza
اوباما له خپلي مېرمني او دوو لوړنو سره ډېر عادي د تلويزيون نندارې ته ناست دي.
انځور: Getty Images/White House/P. Souza
البته کله چي اوباما په سپينه ماڼۍ کي وي ۲۴ ساعته د نړۍ په سياست کي نه يي بوخت، هغه له خپل فارغ وخت څخه هم ښه لذت وړي. اوباما په سپينه ماڼۍ کي له خپل سپي Bo سره د لوبو پرمهال.
انځور: White House/Pete Souza
اوباما له خپلو کارکوونکو سره د باسکتبال لوبي پرمهال. د اوباما دغه انځور هم له معمولي خلکو سره د اړيکو تمايل ښيي.
انځور: White House/Pete Souza
ځانگړی عکاس
پيت سوزا چي په ۱۹۵۴م کال کي په امريکا کي زېږېدلی خپله پرتگال ټباره او د سپيني ماڼۍ ځانگړی عکاس دئ. هغه لومړی عکاس دی چي په ۲۰۰۱م کال کي په افغانستان کي د جنگ د پيل پرمهال کابل ته تللی او عکسونه ئې اخيستي دي. د سوزا او اوباما همکاري د امريکا د جمهوري رياست د انتخاباتو دورې ته ورگرځي.