1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د اوربند اعلان؛ د کرزي هرکلی او د طالبانو انکار

مسعود جهش
۱۳۹۸ خرداد ۱۰, جمعه

پخواني ولسمشر کرزي د طالبانو له خوا د اختر د ورځو له پاره د اوربند د اعلان هرکلی وکړ. د کرزي ویاند وایي چې په دې اړه یې د طالبانو یو غږیز پیغام ترلاسه کړی، خو طالبانو بیا روښانه کړې ده چې دا پیغام پخوانی دی.

FILE PHOTO - Former Afghan president Karzai speaks during an interview in Kabul
انځور: Reuters/Omar Sobhani

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د جمعې په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه باندې په یوې خپرې شوې بیانیه کې ویلي دي: «د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د طالبانو د اسلامي تحریک له خوا د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د اوربند د اعلانولو هرکلی او د دغه اقدام ستاینه کوي.»

پخواني ولسمشر پر خپل فیسبوک پاڼه د اوربند د وړاندیز هرکلی وکړانځور: Facebook/Hamid Karzai

ولسمشر کرزي همداراز پر افغان حکومت هم غږ کړی دی چې د اختر په ورځو کې اوربند مراعت کړي او له پوځي عملیاتو ډډه وکړي. په بیانیه کې زیاته شوې ده: «پخوانی جمهور رئیس د افغانستان له حکومت څخه هم غواړي چې سولې ته د ژمنتیا او د حسن نیت په توګه د بل مثل اقدام په ترسره کولو د اختر په ورځو کې اوربند اعلان او له هر ډول نظامي عملیاتو څخه په کلکه ډډه وکړي.»

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویاند یوسف سها، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې داسې یو غږیز پیغام په لاس کې لري چې په ترڅ کې یې طالبانو پر خپلو جنګیالیو د اختر په ورځو کې د اوربند غږ کړی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپله تویتر پاڼه باندې لیکلي دي چې په رسنیو کې لاس په لاس کیدونکی غږیز پیغام د تیر کال دی، نه نوی. هغه زیاته کړې ده: «په خواله رسنیو کې یو غږیز پيغام ګرځي چې د اوربند په اړه خبري کوي. دا پيغام د سږ کال نه دی، بلکې د تیر کال د کوچني د اختر په اوربند پورې اړه لري.»

دا لا روښانه نه ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د همدې پیغام له مخې د اوربند هرکلی کړی او که کوم بل پیغام ته لاس رسی لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د حامد کرزي په ګډون له افغان سیاسیونو سره خبرې اترې وکړي خو په وروستۍ اعلامیه کې یې د اوربند پر سر د موافقې په اړه هیڅ هم و نه ویل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل