د اوکراين په ختیځ کي د امنيتي وضعيت نور هم خرابیدل ډیر د اندېښني وړ دی: ناټو د چهارشنبه په ورځ ويلي دي چي روسي پلوي بېلتون غوښتونکو تلاښ کوي نوري سيمي هم ونيسي. په عین حال کي له بروکسل څخه مسکو ته ویل سوي دي چي په جنگي ساحه کي خپل «خاص مسؤلیت » ادأ کړي.
د ناټو ویاندي کارمېن رومیرو د دغه اتحاد د استازو تر سلأ مشورو وروسته وویل چي «د روسيې هر هغه کوښښ چی د اوکراين د نورو سیمو په نیولو کي د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، د نړیوالي ټولني له پاره د منلو نه دی.»
د دې په خبره ټول اړخونه بايد د زورزياتي مخنيوی وکړي. خو ناټو په عین حال کي ویلي دي، چي په اوکراين کي به پوځي عمل ونه کړي. ځکه چي دغه هیواد تر اوسه پوري د ناټو غړی نه دی او ځکه یې نو یوازي غیر مستقیم ملاتړ کیږي.
یاغیان د دنیڅک او لوهانسک ښارونو ډیري سیمي کنټرولوي او خبرداری یې ورکړی دی، چی د لویديځ پر طرف به نوري سيمي هم ونیسي. په فبروري میاشت د اوربند تر موافقې وروسته جنگونه لږ سوي، خو په دې وروستیو وختونو کي يې بيرته زور اخیستی دی. د تیري شنبې او یکشنبې په ورځو کي تر یوې میاشتي وروسته تر ټولو خونړۍ جگړې وسوې.
د پوتین او اوباما مستقیمه لیدنه کتنه؟
په زورزياتي ډک دغه حالت کي د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف د چهارشنبې په ورځ ویلي دي، چي جمهور رئيس ولاد يمير پوتين تیار دی چي په نیویارک کي د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پر وخت د امريکا متحدو ايالاتو له جمهوررئيس بارک اوباما سره وگوري.
لاوروف په دولتي تلویزيون کي وویل، چي که له واشنگټن څخه دا ډول یو وړاندیز وسي، نو پوتین به هغه «مثبت ارزیابي» کړي. د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې غونډه په سپتمبر مياشت کي دایریږي.
لاوروف د کریمیا نیمه ټاپو ته د پوتین په دریم سفر کي ملگری وو. پوتین له خپل دغه سفر څخه د لوېديځ په مقابل کي استفاده وکړه او نوي تورونه يې پرې ولگول.
هغه په سیواستوپل کي روسي خبري آژانس نووستي، ته ویلي دي چي «عملأ داسي تهدیدونه» موجود دي چي بهرني ځواکونه د کریمیا په نیمه ټاپو کي اوضاع «بې ثباته» کوي.
د اوکراین په دنیڅک ښار کې تر سختو نښتو وروسته، رپوټونه ښيي چې تر ۳۰ ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه نښتې تر هغه وروسته چې د کیف حکومت د بیلتون غوښتونکو پر ضد د هوایي بریدونو امر وکړ رامنځ ته شوې.
انځور: DW/F. Warwickد سه شنبې په ورځ هم د اوکراین حکومت په خپله خبره د «د ترهگرو پر ضد» خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ. دغه عملیات د هغو بیلتون غوښتونکو پر وړاندې ترسره کیږي چې دنیڅک د خلکو د جمهوریت د جوړیدو غوښتونکي دي. د سه شنبې په ورځ هم د دنیڅک له هوایي ډگر څخه دود پورته کیدی.
انځور: DW/F. Warwickتر هغه وروسته چې په دنیڅک کې نښتې شدیدې شوې، سیمه ییزو اوسیدونکو او خبریالانو ځانونه امنو ځایونو ته ورسول. هغوی هڅه کوله چې ځانونه هوایي ډگر ته له رسیدونکو واټونو لیرې کړي.
انځور: DW/F. Warwickله دې کبله چې هوایي ډگر ته پر رسیدونکي سړک باندې د سنایپر یا نښه ویشتونو خطر موجود وو، دغه ځای د سه شنبې په ورځ خالې پریښیده. یوازیني کسان چې پر دغه سړک لیدل کیدل سیمه ییز اوسیدونکي ول چې د کور له پاره یې سودا وړله ترڅو د جگړې په صورت کې له لوږې سره مخامخ نه شي.
انځور: DW/F. Warwickپه موټر کې د دغه ډول انځورونو ځوړندول د ډیر شمیر اوکراینیانو په باور د هغوی ساتنه کوي.
انځور: DW/F. Warwickدا چې دغه موټر پر کوم لورې روان وو روښانه نه ده خو هغه د یوې څرخي الوتکې له خوا ویشتل شوی دی. د دې موتر ځینې برخې ان ۳۰ متره لیرې پرتې وې.
انځور: DW/F. Warwickپر سړک باندې ویني ښيي چې بیلتون غوښتونکو خپل ټپي شوي ملگري له سړک څخه کوم لورې ته وړي دي. پر دې سربیره د موټرو شاوخوا ته هم وینې لیدل کیږي. ډیر شمیر بیلتون غوښتونکې په بریدونو کې سخت ټپي شوي دي.
انځور: DW/F. Warwickد دغه موټر ډیرې برخې په مرمیو سوري شوي دي. د موټر له دریدو داسې ښکاري چې په هغه کې پر سپرو بیلتون غوښتونکو باندې په ناڅاپي توگه برید شوی وو.
انځور: DW/F. Warwickپه دې موټر د داسې نښانې تر سترگو کیږي چې د کوم کس لاسونه په وینو ککړ ول او هغه یې پر موټر باندې راکش کړي دي.
انځور: DW/F. Warwickدا په اوکراین کې د خونړیو پښو یو بل انځور دی.
انځور: DW/F. Warwickپه اوکراین کې اوس هم وضعیت ترینگلی دی. په دې انځور کې پر سړک پروت گل ښيي چي دا د سوله ییزي حل لارې غوښتنه کوي.
انځور: DW/F. Warwick