1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اورګاډي د لیکې له جوړلو څخه د تاجکستان پرشاتګ

۱۳۹۷ مهر ۱, یکشنبه

په ازبکستان کې د تاجکستان هیواد سفير امام صديق آشوربای، ویلي دي چې هیواد یې پریکړه کړې ده چې د اورګاډي هغه لیکه چې ټاکل شوې وه د افغانستان له خاورې څخه په تیریدو له ترکمنستان سره وصل شي، تر نامعلومې نیټې وځنډوي.

Turkmenistan Einweihung Eisenbahnstrecke nach Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/I. Sasin

د تاجکستان سفير ویلي دي چې دغه طرحه د اربکستان او تاجکستان د اړیکو د ښه کیدو له امله عملي نه ده. مخکې تر دې د دواړو هیوادونو اړیکي خړې پړې شوې وې. خو د هغه په خبره اوس له ترکمستان سره د وصل کیدو له پاره د افغانستان له خاورې څخه تیریدو ته اړتیا نشته.

د دغې اوسپنیزې پټلۍ یوه برخه د ترکمنستان هیواد له خوا جوړه شوې او د افغانستان خاورې دننه پورې یې امتداد پیدا کړی چې په ۲۰۱۶ م کال کې افتتاح شوی دی.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په رسمي ډول یې د تاجکستان چارواکو ته اطلاع ورکړې ده چې د دې بیانیې مطلب یې سم درک کړی نه دی.

د پخواني شوروي اتحاد دغه(ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان) هیوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري.

د دغه اوسپنیزه پټلۍ په ۲۰۱۶ م کال کې په افغانستان کې افتتاح شوې وه. ترکمنستان هیله درلوده چې دغه ۸۸ کیلومتره اوسپنیزه پټلۍ به د تاجکستان له ختیځ څخه قرغیزستان او وروسته چين ته وغځیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب