1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د اوریدلو مرستندویه دستګاه کولای سي د عقل د زوال مخنیوی وکړي

۱۴۰۲ فروردین ۳۰, چهارشنبه

هغه مهال، چي اورېدل کم سي، کیدلای سي، چي د اورېدولو له مرستندویه دستګاه څخه ګټه واخیستل سي، خو د یوې څېړني پر بنسټ دغه دستګاه نه یوازي له ښه اورېدولو سره مرسته کوي، بلکي کولای سي، چي د عقل د زوال مخنیوی هم وکړي.

Hörgerät
انځور: picture alliance / Maximilian Schönherr

داسي ښکاري چي برتیانوي څېړونکو د عقل د زوال د مخنیوي نسبتاً یوه ارزانه او ساده لار پيدا کړې ده، د اورېدولو له مرستندویه دستګاه څخه ګټه اخیستل.

د هغو څېړونو پر بنسټ، چي په طبي اوونیزه «لانست» کي خپره سوې، د عقل د زوال خطر د هغو کسانو په پرتله چي د اورېدولو ستونزه نه لري، د هغو کسانو په پرتله، چي د اورېدولو توان يې کمزوری وي، د حافظې د ناروغۍ خطر زیات وي.

د عمر په ډېریدو سره، کیدای سي، چي عقل هم زوال وکړي او هم د پوره اورېدولو توان له لاسه ورکړي. د «لانست» د خپاره کړي راپور له مخي په ۲۰۵۰م کال کي به نژدې ۱۵۰ میليونه خلک د عقل د زوال په ناروغۍ اخته وي.

اړوند: د سوډیم زيات مصرف او د پوتاشیم کمښت د عقل د زوال خطر زياتوي

په هغه څېړنیز راپور کي، چي د «JAMA» په څېړنیزه څانګه کي خپور سوی دی، پکښي راغلي دي چي د اورېدولو توان له لاسه ورکول، اته سلنه د عقل په زوال کي رول لري، نو په دې ترتیب د اورېدولو توان له لاسه ورکول د عقل په زوال د اخته کیدولو یو لوی سبب دی.

د یو نوي څېړنیز کار څېړونکي هم په دې اند دي او د عقل د زوال د خطر د کمېدو په اړه د اورېدولو له مرستندویه دستګاه څخه کار اخیستل نسبتا یوه ارزانه لار ګڼي.

کار پوهانو د دغه راپور د چمتو کولو له پاره د برتانیا له بیولوژیکي بانک څخه د نژدې ۴۴۰ کسانو ډاټا مطالعه کړې. یاد مرکز نژدې د یو میليون کسانو بیولوژيکي او طبي معلومات را غونډ کړي دي.

اړوند: کرونا: کوم کسان له ډیر خطر سره مخامخ دي او ولی؟

د دغه څېړنیز کار په دوران کي څرګنده سوه چي نژدې یو پر څلور کسانو د اورېدولو ستونزه درلوده او د دې کسانو ترمنځ یوازي ۱۱.۴ سلنه کسانو د اورېدولو له مرستندویه دستګاه څخه ګټه اخیسته.

په دې څېړونو کي معلومه سوې ده چي د عقل زوال د بېلا بیلو شکلونو د پراختیا خطر په هغو کسانو کي چي د اورېدولو مرستندویه دستګاه یا وسایل يې استعمالول، د هغوی کسانو په پرتله چي د اورېدو مشکلات يې نه درلودل ډېر نه ول.

د عقل په زوال د اخته کیدولو ګواښ په هغو کسانو کي ۴۲ سلنه لوړ و، چي سم يې نه سوای اورېدلای او د اورېدلو هیڅ دستګاه يې هم نه کاروله.

پر دې سربېره څېړونکو په دې اړه هم پلټني کړې دي چي ایا نور سببونه لکه: یوازیوالی، ټولنیزه انزوا د خوابدۍ نخښي او نور د اورېدولو توان له لاسه ورکولو او دعقل له زوال سره اړیکه او اغیز لري او کنه.

اړوند: تر ټولو زاړه انسانان او د اوږد ژوند «رازونه» يې

خو څېړنو ښوولې ده چي د ټولنیز او اروايي ژوند ښه والی یو لږ اړیکه د عقل زوال او اورېدولو له لاسه ورکولو سره لري، په دې خاطر څېړونکي داسي ګومان کوي چي د اوریدولو مرستندویه دستګاه هغه څه ده چي په یو ډول د عقل د زوال په اخته کیدلو څخه ساتنه کوي.

تر کومه ځایه، چي معلومیږي دا یوازي یوه کتنه ده، لا تراوسه څېړونکي په دې نه دي توانیدلي چي د اورېدولو توان له لاسه ورکول او د عقل زوال له څه ډول بالقوه عصبي میکانیزمونو سره اړه لري.

داسي احتمال هم سته، چي ښايي نور سببونه هم په دې برخه کي رول ولوبوي، د مثال په ډول کیدای سي هغه کسان، چي د اورېدو له وسلې څه ګټه اخلي کولای سي په نورو برخو کي هم خپلي روغتیا ته پاملرنه وکړي او په دې ډول د عقل زوال د خطر ګواښونه را کم کړي.

دا لومړنی څېړنیز کار نه دی چي د اوریدولو د مرستندویه وسایلو یا دستګاه څخه د کار اخیستلو له مخي د عقل زوال له ګواښ سره اړیکه لري، خو په ډاډ سره ویلای سو چي د اوریدولو مرستندویه دستګاه په هرصورت هیڅ تاوان نه لري.

ژباړه :محمدابراهیم سپېڅلی

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب