د «ايغور» لغت د لومړي ځل له پاره په ۱۹۲۱ کال په تاشکند کي په يو کانفرانس کي دغې قبيلې ته وټاکل سو.
انځور: picture-alliance/akg/Y. Travert
پخوا ايغوريانو ځان ته د ترکي نژادو خطاب نه کاوه. خو اوس اکثريت ځان ترک نژاده بولي.
انځور: Getty Images
زيات ايغوريان په دې باور دي چي د هغوی قبيله د بودا په وخت کي هم موجوده وه. تاريخپوهان په دې نظر دي چي ايغور د دوو بيلو ډلو يعني له ايراني طخاريانو او مغلو څخه جوړه سوې ډله ده.
انځور: picture-alliance/dpa/H. W. Young
د ايغورو له لسو څخه ۹ يې په چين کي ژوند کوي. په دغه هيواد کي د ايغوريانو شمېر تقريبا لس نيم مليونو ته رسيږي.
انځور: AP
د سني مسلمانانو تر څنګ په ايغورو کي بعضي د پخوانيو اديانو پېرويان هم موجود دي.
انځور: picture alliance / Photoshot
د چين تر څنګ د دغې قبيلې غړي په قزاقستان، قرقيزستان، ازبکستان، ترکيه او روسيه کي هم ژوند کوي.
انځور: Reuters/U. Bektas
په ترکيه کي هم يو شمېر ايغوريان ژوند کوي. لکه په ترکي ښار قيصري کي د ايغوري مهاجرو دغه د اوسېدو ځايونو چي ورباندي د ايغورو او ترکيې بيرغونه رپيږي.