د اوسکار د جایزې له پاره تر ټولو کم عمر لرونکې نومانده
۱۳۹۱ دی ۲۲, جمعه کوینزین والیز یوازې پنځه کاله عمر لاره چې د "Beasts of the Southern Wild" په نوم فلم کې یې د نقش لوبولو له پاره امتحان ورکړ. په دغه فلم کې والیز «هوپوپي» نومیږي چې د نورو تر څنګ باید د اقلیمي بدلونو له کبله له رامنځ ته شوو ستونزو سره مبارزه وکړي. هغه اوس په همدې فلم کې د نقش لوبولو په خاطر د ۲۰۱۲ کال د غوره لوبغاړې په کتګورۍ کې د اوسکار د جایزې د ترلاسه کولو له پاره نومول شوې ده.
پر والیز سربیره سږ کال میرمن امینویل ریوا، هم د غوره لوبغاړې په توګه د اوسکار جایزې د ترلاسه کولو له پاره نومول شوې ده. هغه اوس ۸۵ کال عمر لري.
د مینې او عمر کیسه
میرمن امینویل ریوا، په "Amour" نومي فلم کې د موسیقې د یوې روزونکې کردار ادأ کړی دی. دغه فلم په فرانسوي ژبه د مینې او عمر کیسه کوي. د "Amour" فلم په ټولیز ډول د پنځو اوسکار جایزو ګټلو له پاره نومول شوی دی.
د غوره نارینه لوبغاړي په کتګورۍ کې «هیوګ جکمن» او «دنیل دي لویس» نومول شوي دي. هغه فلم چې په ډیرو برخو کې د اوسکار د جایزو له پاره نومول شوی دی "Lincoln" نومیږي. دغه فلم په ۱۲ کتګوریو کې د جایزو له پاره کاندید دی.
تر دې فلم وروسته د "Life of Pi" په نوم فلم په ۱۱ کتګوریو کې د اوسکار د جایزو د ترلاسه کولو له پاره نومول شوی دی.
د اوسکار جایزې په نړۍ کې د سینما په برخه کې تر ټولو معتبره جایزې ګنل کیږي. د دغو جایزو ګټل او یا هم ورته کاندیدیدل د یوه سینمایي لوبغاړي په کاري ژوند کې تر ټولو لویه لاس ته راوړنه بلل کیږي.