1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د اوکراين جګړه؛ امريکايي پلاوی په مسکو کې له پوتين سره ګوري

گل غوټۍ پوپل | رویترز
۱۴۰۴ آذر ۱۱, سه‌شنبه

د امریکا د ولسمشر دونالډ ترمپ ځانگړی استازی، ستیف ویتکوف او د هغه زوم جرد کوشنر غواړي د سه شنبې په ورځ له ولادیمیر پوتین سره وویني. د کریملن ویاند دمیتري پیسکوف دغه ملاقات تائيد کړی دی.

روسیه، سنک پیترزبورگ؛ ولادیمر پوتین د امریکا له ځانگړي استازي ستیف ویتکوف سره د ملاقات پرمهال
اروپايي هېوادونو د ټرمپ د استازي ویتکوف او پوتین ترمنځ له لیدنې څخه مخکې د اوکراین له پاره پر خپل ملاتړ ټینګار کړی .انځور: Gavriil Grigorov/Sputnik/Kremlin/AP Photo/dpa/picture alliance

لکه څنگه چې د واشنگټن له خوا ویل کیږي، په دغو خبرو اترو کې به د اوکراین د جگړې د ممکنه پای ته رسولو په هکله خبرې اترې ترسره سي. د کریملن ویاند دمیتري پیسکوف دغه ملاقات تائيد کړی دی. تیره اونۍ د سولې د یوه تړون له پاره، د امریکا یوه  ۲۸ ماده یې طرحه اعلان سوه. دغه کار د اوکراین او اروپايي حکومتي چارواکو په منځ کې اندیښنې راپارولي دي، ځکه داسې ښکاریده چې د مسکو کلیدي غوښتنې یې په پام کې نیولې وې. اروپايي هېوادونو وروسته یو متقابل وړاندیز وړاندې کړ.

په ژنیو کې له خبرو اترو وروسته، امریکا او اوکراین اعلان وکړ چې هغوی د سولې یو تازه او اصلاح سوی چوکاټ رامینځته کړی دی. پوتین ویلي وو چې دا لا تر اوسه د تړون مسوده نه ده، بلکې هغه وړاندیزونه دي چې د هغه په ​​نظر، کولای سي د راتلونکو تړونونو بنسټ جوړ کړي.

اړونده موضوع: د واشنګټن د سولې پلان؛ د ترمپ ځانګړې استازې مسکو ته ځي

د روسیې په مهمو غوښتنو کې د اوکراین له خوا د ناټو د غړیتوب پریښودل، داوکراین د پوځ محدودول، او د کریمیا ټاپووزمې او د ډونیڅک، زاپوریژیا او خرسون په ټولو سیمو باندې د روسیې کنټرول شامل دي. اوکراین دا د تسلیمۍ په توګه ردوي. په بدل کې، امریکا کیف ته د لسو کلونو له پاره د امنیت تضمین وړاندیز کړی دی.

ټرمپ په تکرار سره ویلي چې هغه غواړي جگړه پای ته ورسوي، کوم چې د هغه اداره یې د وینې بهیدلو او نیابتي جگړې په توګه بولي. روسي ځواکونه اوس مهال د اوکراین له ۱۹ سلنې څخه زیاته خاوره تر خپل کنترول لاندې لري او په ۲۰۲۵ کې یې په تر ټولو چټک سرعت سره داسې پرمختګ کړی دی، چې له ۲۰۲۲ راهیسې یې ساری نه درلود.

د دوشنبې په ورځ، د روسیې پوځ د پوکروفسک او وووچانسک د جبهې د لومړۍ کرښې ښارونو د نیولو رپوټ ورکړ. د امریکایي چارواکو په وینا، په دغه جگړه  کې له ۱،۲ ملیون څخه ډیر انسانان وژل سوي او یا ټپیان سوي دي. خو نه اوکراین او نه هم روسیه خپل تلفات افشا کوي.

اروپايي هېوادونو دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازي ستيف ویتکوف او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ له لیدنې څخه مخکې د اوکراین له پاره پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.

د فرانسې ولسمشر، ایمانویل ماکرون د وشنبې په ماښام (۲۰۲۵م کال د ډسمبر ۱) له خپل اوکریاني سيال، ولودیمیر زیلنسکي سره له ملاقات او خبرو اترو وروسته، د ويتکوف او پوتین ترمنځ لیدنه کتنه «په اوکراین کې د سولې د راتلونکي له پاره یوه احتمالي ټاکونکې شیبه» وبلله.

ماکرون له زیلنسکي سره په یوې گډې خبري ناسته کې ټینگار وکړ چې "د جگړې د پای ته رسولو له پاره د دا ډول یوې طرحې تصویب یوازې د اروپايي هیوادونو د مشارکت او حضور په صورت کې ممکن دی."

له بلې خوا د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ هم د "اروپايي هیوادونو پر اتحاد باندې" د  ټینگار پر مهال وویل چې «د اوکراین د راتلونکي په هکله مهمې ورځې او اونۍ مو په مخکې دي او موږ باید په ژورې همغږۍ سره له دې ورځو څخه تېر سو.»

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب