1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين جګړه؛ روسېې او اوکراین مخامخ مذاکرات پیل کړل

۱۴۰۱ فروردین ۹, سه‌شنبه

د روسېې او اوکراین مذاکراتي پلاوو د سه شنبې په ورځ په استانبول کې مخامخ خبرې پيل کړې. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د جګړې ادامه د هیڅ اړخ په ګټه نه ده او نړۍ په دې برخه کې له تاسو د ښو خبرونو اوریدلو په تمه ده.

Türkei | Verhandlungen zwischen Russland und der Ukraine in Istanbul
انځور: Murat Cetinmuhurdar/Presidential Press Office/via REUTERS

د اوکراین دولتي تلویزیون هم رپوټ ورکړ چې په ترکيه کې د اوکراین او روسيې د مذاکراتي پلاو ترمنځ مخامخ خبرې، د لاس ورکولو پرته پیل شوې.

فرانس پریس د ترکيې رسمي خبري آژانس له قوله ليکي چې اردوغان د اوکراین او روسېې له پلاو څخه وغوښتل تر څو «دغې تراژيدۍ ته د پای ټکی کېږدي.»

د فبرورۍ له ۲۴مې راهيسې د اوکراین په جګړه کې شاوخوا ۲۰زره کسان مړه شوي او له ۱۰ میلیونو ډیر خلک خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي.

د ترکېې په کوربتوب د استانبول په دلمه باغچه ماڼۍ کې نننۍ غونډه د دغې جګړې د پاي ته رسیدو په موخه جوړه شوې ده.

اردوغان د دغې غونډې د مخه وويل: «دواړه خواوې خپلې قانونې اندېښنې لري. دا ممکنه ده چې یوې حل لارې ته چې د نړیوالې ټولنې له پاره هم د منلو وړ وي ورسیږو.»

هغه ټينګار وکړ چې دا «په دواړو خواو پورې تړاو لري چې دغې تراژيدۍ ته د پای ټکی کيږدي.» اردوغان زیاته کړه چې «د جګړې غځول د هیڅ لوري په ګټه نه ده.» هغه د خپلو خبرو په ادامې وويل: «ټوله نړۍ ستاسو له خوا د ښو خبرونو اوریدلو په تمه ده.»

په پام کې ده چې د ترکېې د بهرنيو چارو وزیر، مولود چاوش اوغلو، هم د سه شنبې په ورځ له روسي او اوکرايني پلاوو سره وګوري.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسېې تر پوځي يرغل وروسته، ترکېې د مارچ مياشتي پر ۱۰مه هم د لومړي ځل له پاره د روسېې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې کوربتوب وکړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د جګړې ادامه د هیڅ اړخ په ګټه نه دهانځور: Murat Cetinmuhurdar/Presidential Press Office/via REUTERS

دغه غونډه چې د ترکيې په سويلي ښار انتالیا کې جوړه شوې وه، بریالۍ نه شوه چې په اوکراین کې یو اوربند رامنځ ته او یا کوم بل مثبت پرمختګ ولري.

اردوغان د دوشنبې په ماښام وويل چې ترکېه یوازینی هیواد دی چې په ۲۰۱۴م کال کې د کریميا تر الحاق وروسته يې د بحران د حل له پاره د خبرو اترو له لارې یو توافق ته د رسيدو واقعي هڅې کړي دي.

ترکيه په توره بحیره کې له روسېې او اوکراین سره د ګډو سواحلو په لرلو، غواړي له دواړو هیوادونو سره خپل روابط حفظ کړي او له کله چې د اوکراین جګړه پیل شوې د منځګړيتوب هڅې يې کړي دي.

انقره د کیف سنتي متحد دی چې دغه هیواد ته د بایراکتار ډوله ډرون یا بې پيلوټه الوتکو اکمالات کوي چې اوکراین له هغو څخه په جګړه کې استفاده کړې ده. خو انقره په عین حال کې غواړي له مسکو سره يې هم حسنه روابط پرځای پاتې وي. ترکيه د روسېې د ګازو وارداتو او د توریزم ګټو سره شدیده وابستګي لري.

ترکېې همدارنګه له فرانسې او یونان سره په ګډه د اوکراين له ماريوپل ښار څخه د ملکیانو د تخلېې پر «بشري عملیات» کار کوي. ماريوپل چې په جګړه کې ډير ځپل شوی، وروستي رپوټونه وايي چې شاوخوا ۱۷۰ زره ملکیان پکې بند پاتې دي.

mks/nz/(AFP/Reuters) 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب