1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراين د بيارغوني له پاره خصوصي پانگه اچوونکي؟

۱۴۰۲ خرداد ۳۱, چهارشنبه

د اوکراين په هکله موضوع کي تر ټولو دمخه پر شخصي سکتور هم بحثونه کيږي. په خپله اوکراين هم بايد په دې برخه کي مرسته وکړي.

Ukraine Krise zerstörtes Wohngebäude in Irpin
انځور: Serhii Nuzhnenko/REUTERS

د روسيې تر تهاجمې جگړې يو کال وروسته، اوکراين ۴۱۱ ميلياردو امريکايي ډالرو ته اړتيا لري. دغه اټکل نړيوال جهاني بانک د اوکراين له حکومت، اروپايي کمېسيون او ملگرو ملتونو سره په گډه د ۲۰۲۳م کال په مارچ کي کړی دی.

افریقایې مشران له پوتین سره په لیدنه کې: دا جګړه باید پای ته ورسیږي

دغه لگښتونه به د دريو کلونو له پاره وغځول سي او بايد د خصوصي او عامه پانګه اچوونکو له خوا وپوښل سي. د آلمان خبري آژانس په حواله اوکراين په خپله بيا د دغو زيانونو د لگښت محاسبه حتي ۷۵۰ ميليارده ډالره کړې ده. د اروپايي ټولني کمېسيون بيا پر خپلي ويبپاڼي دې ته اشاره کړې ده، تر هغو پوري چي پر اوکراين باندي د روسيې تهاجمي بريد دوام ولري، د مجموعي لگښت اټکل نه سي کيدای.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د نړيوال بانک په حواله يوازي په ۲۰۲۳م کال کي اوکراين د ودانيو او زيربنايي چارو د بيارغوني له پاره ۱۴ ميليارده امريکايي ډالر چي ۱۲ اشاريه ۸ ميليارده يورو کيږي، اړتيا لري. دا هغه رقم دی چي په روانه اونۍ کي به په لندن کي هم ورباندي بحث وسي.

د ۲۰۲۲ م کال په جولای کی په سویس کی د اوکراین د بیارغونی په هکله غونډهانځور: Michael Buholzer/Pool/REUTERS

د چهارشنبه او پنجشنبه په ورځ انگلستان له اوکراين سره په گډه د دغه جنگ ځپلي هيواد د بيارغوني په هکله يو نړيوال کنفرانس رابللی. دغه کنفرانس ته  د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير بلينکن ترڅنگ د اروپايي ټولني د کمېسيون مشرې، اورزولا فون دير لاين او همدارنگه د جرمني د خارجه وزيرې انه لينا بيربوک او د پرمختيايي چارو وزيرې، سوينيا شولڅ ورغلی دي.

د شخصي سکتور له خوا هم بايد پيسې ورکول سي

د بريتانيا د لومړي وزير ريشي سوناک په حواله په دغه کنفرانس کي له ۶۱ هيوادو څخه په نړيواله سطحه د څه د پاسه ۱۰۰۰ تنو مخورو چارواکو، د غير دولتي سازمانونو استازو او د شرکتونو په سلو خاوندانو او عالي منيجران ورغلي دي. 

د اروپایی ټولنی د کمیسیون مشره ، اورزولا فون دیر لاین هم د نوموړي کنفرانس گډون کوونکې دهانځور: Virginia Mayo/dpa/picture alliance

د سوناک په حواله د بريتانيا حکومت د يو شمير انعطاف پذيره او گړنديو وسايلو پر ځای پر ځاي کولو کار کوي، لکه ديجيتالي پلټ فورم چي اوکرايني شرکتونه يې کولای سي په راتلونکي کي د نړيوالو اِکټرانو سره د ښې شبکې د جوړولو له پاره وکاروي.

اوکراين بايد د پانګونې له پاره چاپيريال رامنځته کړي

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير بلينکن د سه شنبه په ورځ په لندن کي د غونډي تر پرانيستلو مخکي خبرداري ورکړ چي، دا په اوکراين پوري اړه لري چي داسي ښه شرايط آماده کړي، تر څو دغه ډول پانگه وال وهڅول سي.

ناټو د روسيې خلاف نوې دفاعي طرحې په جوړولو کې توافق ته ونه رسېده

د اوکراييني کارپوه هيلرتل په نظر يوه بريالي بيارغونه او د امنيت گرانتي يوازي يو بل ته د لاس ورکولو له لاري رامنځته کيدای سي. همدارنگه په دغه هيواد کي فاسد هم د پخوا په شان يوه لويه ستونزه ده. هيرتل زياتوي: «د قانوني کنترول يوې بڼې ته اړتيا ده، په ځانگړي ډول د راتلونکو تادياتو په نظر کي نيولو سره.»

دا د مثال په توگه د اروپايي ټولني د الحاق د پروسې په پرانيستل کيدو سره عملي کيدای سي.

GP/NZ/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل