1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين وضعيت د ښه کېدو په اړه خوشبيني

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

د روسیې او اوکراین تر منځ د گازو د بيو په اړه خبري اتري پرته له کومي پایلي پای ته رسېدلي دي خو بیا هم د خوشبیني يو څرک تر سترگو کیږي. په همدې حال کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر سانکت پیترسبورگ ته تللی دی.

انځور: Yuriy Lashov/AFP/Getty Images

د اوکراین او روسیې تر منځ د گازو د پیسو پر سر په بروکسل کې خبري اتري د سه شنبې په ورځ پرته له کومې پایلې پای ته ورسیدې. دغه خبري به بیرته په همدې ورځ او یا هم د چهارشنبې په ورځ له سره پیل شي.

د اروپايي ټولني د انرژۍ کمیشنر گرونتر اویتنگر، وویل چې د معاملې پر ټولو اړخونو باندي خبري اتري شوي دي چې دغه خبري اتري به بیرته له سره پیل شي. دغه اروپايي چارواکی د اوکراین او روسیې تر منځ په خبرو کې د منځگړي په توگه گډون کوي. دغو خبرو اترو د اوو ساعتونو له پاره دوام وکړ.

د روسیې د گازو دولتي شرکت «گاز پروم» له اوکرایني شرکت «نفت و گاز» څخه غواړي چې ټول پخواني پورونه او همداراز د جون میاشتې پاته پیسې یې ورکړي. گاز پروم ویلي دي چې اوکراین یې ۵.۲ میلیارده یورو پوړوړی دی خو د دغو پیسو یوه برخه لا وختي اوکراین ته ورکړل شوې ده.

که څه هم روسیې اوکرایني شرکت ته د دوشنبې تر ورځې چې د جون میاشتي نهمه نېټه کېده وخت ټاکلی وو خو داسې ښايي چې د خبرو اترو د دوام موندلو له اعلان سره دغه ضرب الاجل یو څه تمدید شوی وي.

اوکراین له روسیې څخه گاز د نورو هیوادونو په پرتله ارزانه ترلاسه کاوه. خو کله چې په اوکراین کې د ویکتور یانوکوویچ حکومت ړنگ شو، نو د کاز پروم شرکت اوکراین ته د خپلو گازو بیه ۸۱ سلنه لوړه کړه؟.

د اوکراین او روسیې تر منځ د گازو جنجال نورو اروپايي هیوادونو ته د روسیې د گازو د صادراتو په اړه پوښتني رامنځ ته کړې. اروپايي ټولنه خپل یو پر دریمه برخه د اړتیا وړ گاز له روسیې څخه ترلاسه کوي.

که څه هم د اوکراین د گاز د جنجال پر سر خبرو اترو کومه پایله نه ده لرلې، خو د اوکراین د شخړي د حل له پاره بیا هلي ځلې یو څه مثبت اړخ ته رواني دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ماښام په برلین کې د سانک پیترسبورگ ښار پر لور تر حرکت کولو مخکې د اوکراین کړکیج د حلیدو په هکله یو څه خوشبینه وو.

هغه به په سانک پیترسبورگ کي له خپل روسي سیال سرگي لاوروف او د پولند د بهرنیو چارو له وزیر رادسلاو سنکروسکي سره وویني.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي: «د لومړي ځل له پاره د اوکراین په کړکېچ کې داسي ښکاري لکه يوه يوه تونل کي چي ليږي يو څرک معلوميږي.» هغه زیاته کړه چې تر اوسه لا هم د کړکیچ پای ته کافي نژدې والی نه دی رامنځ ته شوی، خو ټینگار یې وکړ چې مثبت اړخ ته حرکتونه رامنځ ته شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب