د اوکراين په توغندیز برید کي ۶۳ روسي پوځیان وژل شوې
۱۴۰۱ دی ۱۳, سهشنبهد روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین په ختیځ ماکیفکا سيمه کې د دغه هېواد د پوځي ځواکونو موقتي اډه څلور توغندي ویشتل شوي چې له امله ېې ۶۳ روسي پوځيان وژل شوې دي.
د روسيې دفاع وزارت د اعلاميې له مخې، کيف پر دغه موقتي اډه په امريکايي هيمارس راکټونو ويشتل شوې ده.
مسکو همداراز اعلان کړی دی چې د روسیې هوايي دفاع توانېدلې چې دوه توغندي شنډ کړي.
ګڼو رسنیو د مسکو له خوا په یوه برید کي د دومره شمېر روسي سرتېرو وژل کېدل بې ساري بللي دا ځکه چې روسیې تر اوسه په ندرت سره د خپلو پوځیانو د تلفاتو په اړه څه ویلي.
زيلنسکي: روسيه غواړي په اوږدمهاله جګړې موږ وځپي
بله خوا د اوکراین پوځ د روسیې دفاع وزارت د وژل شویو روسي پوځیانو شمېر ۴۰۰ ښودلی دی او ويلي يې دي چې ۳۰۰ نورو ټپيان شوي دي.
د جرمني چينل ۱ تلويزيون د تاګس شاو خپروني په حواله وژل شوي روسي سرتېري تازه دمي سرتېري وه چې په دې وروستيو کې د ولاديمير پوتين په امر د روسېې په پوځ کي جلب شوي وه.
ویل کیږي دغه پوځیان د نوي کال د لمانځلو په موخه د يوې پوهنځۍ په سیمه کي چې د روسي پوځیانو په واک کي وه په نښه شوي دي.
له برید وروسته خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې یوه نړېدلې ودانۍ ښيي.
ویجاړ شوې ځای د مهماتو یوه ګدام ته څیرمه موقعیت درلود چې له امله ېې درنه چاودنه رامینځ ته شوې او د رویټرز خبري آژانس په وینا ښايي یو شمېر پوځیان لا هم تر چپه شوې ودانۍ لاندې وي.
ویل کیږي چې د اوکراین پوځ د ګرځنده ټلیفون ډیټا د لوړ ترافیک له امله له دې ځای څخه خبر شوی وو.
د جنورۍ پر دویمه د اوکراین پوځ لوی درستیز اعلان وکړ چې روسیې د فبرورۍ له ۲۴مې پر اوکراین د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه تر خپل ۱۰۷ زره ډېر پوځیان له لاسه ورکړي دي.