د اوکراين کړکېچ د حل له پاره کوچني ستونزمن گامونه
۱۳۹۴ فروردین ۲۵, سهشنبه کله چې د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شټاين ماير د په تمه ناستو ژورناليستانو مخ ته ودريد، يوه بله ورځ لا دمخه پيل شوي وه. هغه د اوکراين، روسيې او فرانسې له بهرنيو چارو وزيرانو، پاولوف کليمکين، سرگي لاروف او لاورنت فابيوس سره پوره څلور ساعته « ژور» بحثونه لرل.
په برلين کې د بهرنيو چارو وزارت ماڼۍ د مېلمستون ودانۍ مخ ته شټاين ماير خبريالانو ته وويل چې تر يوې اندازې دغه خبري له «جدال» سره مل وې: «د اوکراين په کړکېچ کې هرڅه آسانه نه دي.» د کيف او مسکو ترمنځ د نظرياتو اختلاف يووار بيا ښکاره کيږي.
خو هغه يادونه وکړه چې د فبروري مياشتي په نيمايي کې د مينسک هوکړي بديل نه لري: «دا بايد يقيني کړل شي چي اوسنی لړزان اوربند مراعات شي. په گډه د ټولوغوښتنه دا ده چې په هغو تدابيرو لاس پوري شي چې د تيرو جنگونو د بيا پيل مخه ونيسي».
شټاين ماير يادونه وکړه چې د درنو وسلو د بيرته ايستلو پروسې بايد دوام پيدا کړي اوحتي پراخي هم شي. هغه وويل: «په خاصه توگه د بنديانو تبادلې بايد دوام ومومي. هدف دا دی چې ټول بنديان سره معاوضه شي.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير ستره هيله څلورو کاري ډلو ته ده چې په خپل ماموريت پيل وکړي. هغه وويل چې د دغو ډلو محوري دنده مصيبت ځپلو ولسي خلگو ته د بشري مرستو رسول دي: «سر بيره پر دې د اقتصاد او بنسټيزو تأسيساتو په رغولو کې پرمختگ مهم دی او د اوکراين په ختيځ کې همدا سږ کال بايد ټاکني وشي.»
په دغو کاري ډلو کې به د روسيې، اوکراين او د بېلتون غوښتونکو استازي گډون ولري. شټاين ماير وويل: «ټول اړخونه پوهيږي چې موږ يوه اوږده لاره په مخکې لرو.»
د «OSCE» استازي د کړکيچ پر دواړو اړخونو نيوکي کوي
د آلمان د بهرنيو چارو وزير شټاين ماير په بلنه د برلين غونډه په خپل وار سره پنځمه ليدنه کتنه وه. تر دې دمخه دغه شان يوه غونډه د روان کال د جنورۍ مياشتي پر۲۱ نېټه جوړه شوې وه. تر هغې کابو درې اوونۍ وروسته د دغو څلور هيوادونو حکومتي او دولتي مشران په مينسک سره راټول شول او پر يو لړ موافقو سره سلا شول. دا چې د دغو موافقو پلي کول څومره گران دي، دا په اروپا کې د امنيت او همکارۍ سازمان (OSCE) د کنترول کونکو له څرگندونو څخه ښکاري.
په تيرو اونيو کې دغه سازمان غوښتنه وکړه چې د اوکراين په ختيځ کې د هغوی د څارونکو «ويرول» بايد ختم شي. د دغه سازمان په يوې وينا کې راغلي دي: «نزدې۴۰۰ څارونکي هم د روسيې پلوه بېلتون غوښتونکو او هم د اوکراين پوځ د منظمو وسله والو ځواکونو له خوا ويرول کيږي او په ازاده توگه يې د تگ راتگ مخه نيسي.»
له برلين څخه د لوبيک G7 غوندي ته
د اوکراين کړکيچ به نن او سبا هم د آلمان په شمالي ښار لوبيک کې د G7 هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غوندي موضوع وي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند وويل چې «په دې غونډه کې د اوکراين کړکيچ په اړه د يو واحد، پريکړن او يو موټي دريځ ښودل دي.»
دا چې د لوبيک دG7 په غونډه کې به د اروپايي اتحادېې د بهرنيو چارو مسووله، فيديريکا موگويريني هم حضور ولري، د دې ښکاروندي دي چي د نوموړي کړکيچ په اړه به د اروپا او امريکا متحدو ايالاتو دريځ يو ډول وي.