د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په ۱۵ نیټه) اوکراین په رسمي توګه د اورتودوکس نوې ملي کلیسا په رسمي توګه رامنځ ته کړه او په دې توګه یې د روسیې له نفوذ څخه لار بیله کړه. په داسې یوه وخت کې چې د دوو ګاونډیو هیوادونو یعنې روسیې او اوکراین ترمنځ سیاسي او پوځي اړیکې په بد وضعیت کې دي، دغه څه د دواړو هیوادونو پر مذهبي اړیکو هم اغیز پریښی دی.
د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو په کیف کې سانت صوفیه په کلیسا کې تر یوې تاریخي غونډې وروسته د دې خبرې پخلی وکړی. په دغې تاریخي غونډه کې د اوکراین اورتودوکس مذهبه عیسویانو د خپلواکه کلیسا د جوړولو له پاره رایې واچولې او دغه څه یې تائید کړل.
پوروشینکو په مرکزي کیف کې د یادې شورا تر غونډې وروسته د انتظار په حال کې خلکو ته وویل: «نن ورځ به په تاریخ کې د یوې ډیرې سپیڅلې ورځې په توګه ثبت شي...له روسیې څخه د خپلواکۍ وروستۍ ورځ.»
انځور: picture-alliance/Zumapress/M. Palinchak د یادې مذهبي شورا له ترسره کیدو وړاندې، په سلهاوو زره کسان د یادې کلیسا څخه بهر د دغه راز یوه اقدام په ملاتړ را ټول شوي وو. له روسیې څخه د مذهبي لارې بیلوالي موضوع په اصل کې د ۲۰۱۹م کال د اوکراین د ټاکنو له پاره د دې هیواد ولسمشر پیترو پوروشینکو مطرح کړې وه څو په دې توګه د خلکو لا ډیر ملاتړ خپل کړي.
د یوه داسې چا په توګه چې د رایې اچونې حق نه لري او یوازې څارنه کوي، د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو د یادې غونډې جګپوړو کشیشانو (عیسوي مذهبي مشرانو) ته وویل چې د نوې کلیسا رامنځ ته کول د «اوکراین د ملي امنیت او همدا راز زموږ د واکمنۍ » له پاره ډیر زیات ارزښت لري.
په ۲۰۱۴م کال کې په کیف کې د غرب په ملاتړ تر یوه قیام وروسته روسیې د اوکراین د کریمیا سیمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، او دقیقاً تر همدې پیښې وروسته د دواړو ګاونډیو هیوادونو اړیکې ترینګلي شوې او د اوکراین د اورتودوکس خپلواکۍ کلیسا د جوړولو چارې هم پیل شوې وې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Lukatsky د دې سربیره پر مسکو باندې تور پورې کیږي چې دوی له روسي پلوه هغو بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي چې د اوکراین په شرق کې د دې هیواد له پوځ سره په جګړه بوخت دي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې د اوکراین په دې وسلوالو شخړو کې له ۱۰ زرو ډیر کسان وژل شوي دي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د خرابو اړیکو باوجود، تیره میاشت روسیې د اوکراین د سمندري ځواکونو درې کښتۍ ونیولي او په دې توګه یې ۲۴ بیړۍ چلونکي هم ونیول. د روسیې د دغه اقدام له امله د اوکراین چارواکو د دې هیواد په ځینو سیمو کې پوځي قانون یا مارشل لا اعلان کړ.
زموږ له آرشیف څخه: اوکراين: د جګړې د لومړيو ليکو ترمنځ ژوند
اوکراين: د جګړې د لومړيو ليکو ترمنځ ژوند
په زرونه زاړه او بې وزله وګړي د اوکراين د جګړې د لومړيو ليکو ترمنځ د شپې له خوا هم د توپونو په ډزو کې ويده کيږي. دييګو کوپالو له دنيڅک څخه دغه انڅوريز رپوټ رالیږلی.
انځور: DW/D. Cupoloپه جنګ ځپلې سيمه کې بنديان
هره ورځ د لمر خاته د مخه ډزې پيليږي. د جګړې ليکو ته څيرمه په خطرناکه سيمه کې اوسيدونکي وګړي د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو او د اوکراين د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې له ځان څخه هيڅ دفاع نه شي کولای. ايوان پولانسکي هم په دې ساحه کې ژوند کوي. تل يې کور د جګړې په ترڅ کې په نخښه کيږي.
انځور: DW/D. Cupolo د زوانکا اوسيدونکو چې په اصطلاح د جګړې د لومړيو ليکو ترمنځ ناامنه ساحه کې ژوند کوي، د هغه يوه ګرځنده ډاکتر په تمه دي چې په اوونۍ کې یو ځل دغلته ورځي. لوتملا ستوتريکوف وايي: «سړی هره ورځ فکر کوي چې نن به يې يو راکټ په کور لګيږي. خو نه پوهيږي چې کله»
انځور: DW/D. Cupoloبې له بریښنا او مرکز ګرمي
په زوانکا کې يو وخت کابو ۱۰۰۰ تنه اوسيدل خو اوس دلته يوازې ۲۰۰ تنه دلته ژوند کوي. د دريو مياشتو راهیسې د سیمې وګړي نه بريښنا او نه هم ګاز لري. ستوتريکوف وايي: «کله کله مې د شپې په بستره کې بدن د ويرې په بستره کې ريږدي. خو ميړه مې راسره وي او زما لاس یې کلک نيولای وي.»
انځور: DW/D. Cupoloد کراسمتورکس ښار د ایس او ایس د پروګرام همغږي کونکی الیکساندر وروشکوف وايي چې ډيري اوسیدونکي په ژمي کې هم په خپلو نيمو ویجاړو کورونو کې پاتې کيږي. ځکه په شا او خوا ښارونو کې د کورونو کرايې دومره لوړې شوي چې څوک یې د خلاصولو توان نه لري. دی زياتوي: «دمګړۍ په کراسمتورکس ښار کې کرايه د کيف په برابره لوړه ده. خو معاشونه ډير ټيټ دي.»
انځور: DW/D. Cupoloد زوانکا ښځينه اوسيدونکې د درملو او وتامنونو د ترلاسه کولو له پاره کتار کې ولاړي دي. خوراکي او بشري توکي د مرستندويه ټولنو له خوا راړول کيږی. کله چې د سيمې اوسيدونکي وغواړي چې ووځي نو ټوله ورځ يې د کنترول پر پوستو په انتظار کې تیريږي. ويرا شارواروفا وايي: «موږ پخوا دلته هر څه درولودل خو اوس يوازې ساړه لرو»
انځور: DW/D. Cupoloويرا انوشينا په سپارتک کې چې په اصطلاح د «دنيڅک د خلکو د جمهوريت» سره نزدې پروت ښار دی، له خپلې ګاونډۍ سره غږيږي. دا وايي: «سړی کولای شي له وضعې سره ځان جوړ کړي. سړی چې اوبه ونه لري، نو پیدا کوي يي. که بريښنا ونه لري خو بيا هم يوه چاره کوي. خو دا ويرونکي ده چې سړی نه پوهيږي بل بم به چیرته ګوزاريږي.»
انځور: DW/D. Cupoloسويتلانا زاوادینکو په سپارتک کې د خپل کور مخې ته ولاړه ده. د يوه راکټ په لګيدو یې د کور ديوالونه راپريوتل. همسايه ګانو یې د ملبې راوویسته او روغتون ته یې وروسوله. شپږ پوښتۍ يې ماتې وي او ځيګر ته يې هم زیان رسیدلی وو. د دې پوښتنې په ځواب کې چې د جنګ په اړه څه فکر کوي، دې يوازې وخاندل.
انځور: DW/D. Cupolo«موږ اميد له لاسه ورکړی دی»
سويتلانا زواتينکو اوس روغه ده. دا د خپل سپي او پیشۍ سره يوازې ژوند کوي. دا چې دلته نه برق او نه هم ګاز شته نو پخلۍ د سکرو په يوه نغري کوي. دا وايي: «تير ژمۍ مو فکر کاو چې جنګ دريريږي خو اوس مو اميد له لاسه ورکړی دی.»
انځور: DW/D. Cupoloد دنيڅک په څنډو کې خلک د بمونو څخه په امان کې دي. د جنګ د درولو د ناکامو هڅو وروستته اوس په برلين کې يو نوی اروبند ښايي رامنځته شي. ولسمشر پيترو پوروشينکو وويل چې دی چمتو دی د اوکراين په ختيځ کې دښمنۍ پای ته ورسوي او له سيمې څخه خپل ځواکونه وباسي.
انځور: DW/D. Cupolo
آيا د دومره ډيرو تلفاتو وروسته شاتګ ممکن دی؟
که دواړه خواوې اوربند ته غاړه هم کيږدي نو د عسکرو له خوا یې د مقاومت امکان ډیر دی. د اوکراين د پوځ د ۸۱ هوايي لوا قوماندان ولاډيمير پارکامووچ وايي د دومره ډيرو عسکرو تر بايلولو وروسته که چیرې موږ ته د جنګ د درولو امر راکړل شي نو دوی ته به د غدار په سترګه ګورو.»
انځور: DW/D. Cupolo