1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

« د اوکراین جنګ د ختمیدو د ډیرو کوښښونو غوښتنه»

۱۴۰۱ دی ۳, شنبه

د جرمني د پارلمان (بونډسټاګ) پخوانۍ رییسي، ریتا سیوسموت د جرمني څخه د لا ډیرو کوښښونو غوښتنه کړې ده، تر څو په اوکراین کي جنګ ژرترژره ختم سي.

Deutschland Ex-Bundestagspräsidentin Rita Süssmuth
انځور: Stefan Hesse/dpa/picture alliance

د مسیحي ډیموکراټانو د حزب دغي سیاستمداري نن شنبه یوې المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي، «موږ تر اوسه پوري لا سم توازن(بیلانس) ندی پیدا کړی. موږ اکثرأ یوازي د وسلو او جنګي تجهیزاتو خبري کوو». 
پر همسایه هیواد اوکراین باندي د روسیې حمله د ویرانیو او خرابیو سخت « وحشتناکه ابعاد» لري. ځکه نو باید دا سوال مطرح سي، چي څنګه دغه جنګ د امکان تر حده پوري ژر ختمیدلای سي؟
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب