1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین جګړه؛ د روسېې مهمه جنګۍ کښتۍ ډوبه شوه

۱۴۰۱ فروردین ۲۶, جمعه

د روسېې دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې جنګي کښتۍ «مسکووا» د بوکسل کولو پر وخت ډوبه شوې ده. پنټاګون دا د روسېې پر سمندري ځواک وژونکې ضربه بللې ده. روسي چارواکو کښتۍ باندې د اوکراين د توغندویز برید ادعا رد کړې ده.

Russland Kreuzer Moskva
د روسېې د سمندري ځواکونو کشتۍ، مسکووا، د ۲۰۲۱م کال په نومبر د کریميا په اوبو کې - آرشیفانځور: Alexey Pavlishak/REUTERS

مسکووا ۱۲نيم زره ټنه وزرن درلود او په توره بحیره کې د روسيې تر ټولو مهمه جنګۍ کښتۍ وه. رپوټونه وايې چې د اوکراين په جګړه کې يې هم مهم رول درولود.

دغه کښتۍ چې د مهماتو په زیرمه کې يې د چاودنې او اورلګیدنې له کبله شدید زیان لیدلي وو، د بوکسل کولو یا راکاږلو په جریان کې ډوبه شوې ده. کښتۍ د اوښتو زیانونو له کبله خپل تعادل له لاسه ورکړی وو او د سمندر طوفاني څپو ېې هم په ډوبيدو کې مرسته کړې ده. د کښتۍ خدمه وار د مخه په تورې بحیرې کې میشتو نورو کښتیو ته انتقال شوې وه.

د روسېې دفاع وزرات په یوه اعلاميه کې دغه پېښه تائيد کړې خو يوازې د کښتۍ په سطحه کې ېې شوې چاودنې ته اشاره کړې او نور جزئيات ېې نه دي ورکړي.

خو د اوکراين د پوځ ویاند، سرګئي براچوک ويلي دي چې کښتۍ په نپټون توغندي باندې ویشتل شوې ده. روسېې دغه ادعا رد کړې ده.

د امریکا حکومت د دغې جنګي کښتۍ ډوبیدل د روسېې سمندري ځواکونو له پاره یوه «وژونکې ضربه» بللې ده. د دفاع وزارت ویاند، جان کربي وویل چې د مسکووا ډوبیدل به په سیمه کې د روسېې سمندري ځواکونو د عملیاتي توان له پاره خپلې پايلې ولري.

هغه «سي ان ان» تلویزیون ته وويل چې مسکووا په «توره بحیره کې د روسېې د سمندري سلطې» د هڅو په لار کې مهم رول ترسره کاوه.

د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار، جک سالیوان، هم ویلي دي چې دغه مسئله په هر شکل سره کرملین باندې یوه درنه ضربه ده، ځکه چې «روسان باید چاودنه یا د بې پروايي له کبله وګڼي او یا باید ومني چې جنګي کښتۍ يې د توغندويز برید هدف ګرځيدلې ده.»

مسکووا جنګي کښتۍ کولای سول چې ۱۶ ليرې واټن ویشتونکي کروز توغندي انتقال کړي او په معمول توګه له شاوخوا ۵۰۰ کسیزې خدمې څخه برخمنه وه. سټلايټي انځورونه ښيي چې دغه کښتۍ تر پنځه ورځې مخکې پورې هم د کریميا په سواستوپل بندر کې فعاله وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل