1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراین جګړه؛ په الماني وسلو لسګونه چیچنیان وژل شوي؟

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

اوکراین په خیرسون کې د توپخانو د کامیابو بریدونو خبر ورکړی. ویل شوې دي چې لږ تر لږه ۳۰ چیچنيايي سرتیري وژل شوې او تر ۱۰۰ زیات تر خاورو لاندې شوې دي. زیلنسکي المان د وسلو د ليږد له کبله ستایلی دی.

روسي او چيچنيايي عسکر په ليسيچانسک سيمه کې
روسي او چيچنيايي عسکر په ليسيچانسک سيمه کېانځور: Ramzan Kadyrov/Telegram/AP Photo/picture alliance

د اوکرایني سرچینو په وینا، د دغه هېواد ځواکونو د خیرسون په سیمه کې د چیچنيا جمهوریت ۱۰۰ سرتیري د توپونو تر درانه برید لاندې ونیول. د اوکراین پوځ مشر په خپل راپور کې اعلان وکړ: «د دفاعي ځواکونو د توپونو دقیقو بریدونو کې د اشغالګرو ۳۰ تنه د خيرسون سیمې په کاجیري کلي کې ووژل او له ۱۰۰ ډېر د دوښمن سرتیري تر خاورو لاندې ښخ شول.»

پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه؛ زیلینسکي د هوايي دفاعي سیستم غوښتنه کړې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په یو ویډیویي پیغام کې د المان له پوځي مرستو څخه قدرداني کړې ده. د هغه په خبره د المان هوایي دافع هوا سیسټم ډېر موثر دی. زیلینسکي دغه راز په برلین کې د اوکراین لپاره د مرستو کنفرانس له امله د المان لومړی وزیر اولاف شولڅ او د اروپایي ټولنې رئیسه اورزولا فون دېرلاین هم وستایله.

قدیروف غواړي د اوکراین ښارونه د ځمکې له نقشې لرې کړي

په خیرسون سیمه کې د اوکراین پوځي قوماندان ویلې دي، وروسته له هغې چې چیچنیان د دنیپرو سیندو په په څنډو کې له خیرسون څخه ووتل، د سیند بلې غاړې ته په یوه ښوونځي کې ځای پر ځای شول. د هغه په وینا، دغو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د عکسونو په نشرولو سره خپل ځای په ډاګه کړ او اوکرایني ځواکونو هغوی په نښه کړل. د خیرسون پوځي قوماندان د ۴۰ کسانو د وژل کیدو او ۶۰ کسانو د خښولو خبر ور کړی دی.

شتاین ماير: آلمان به له اوکراین څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي

د چیچنيا د اپوزيسيون د «1Adat» په نوم تلګرام کانال ویلې دي، چې د قدیروف یوه ډله په یوه ښوونځي کې ځای پر ځای وه، چې مرمې پرې لګیدلي او د وژل شويو کسانو شمېر یې کابو ۱۰۰ نفره اعلان کړی دی.

 د چیچنيا جمهور رئیس رمضان قدیروف د دغه پېښې په اړه نظر نه دی څرګند کړی، خو هغه په جګړه کې د روسیې په " ضعیف چلند" نیوکه کړې ده او ویلې یې دي، چې اوکراین باید له خاورو سره خاورې شي.

ف/ظ/ ب/ ص - دویچه ویله فارسي

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب