د اوکراین جگړه؛ پر روسیې د امریکا او اروپايي ټولنې بندیزونه
۱۴۰۴ آبان ۱, پنجشنبه
د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د نن پنجشنبې (۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۲۳) له غونډې مخکې، د مسکو پرضد تحریمونو د زیاتولو په هکله توافق ته ورسیدل. د دغې تحریمي بستې د تصویب هدف د نورو ترڅنگ د روسیې د گازي او نفتي عایداتو محدودول دي.
ډنمارک چې د اروپايي ټولنې دوره یې مشري پرغاړه لري، د یوې بیانیې په خپرولو سره په دې اړه اعلان وکړ چې له روسیې څخه د مایع گاز د وارداتو بشپړ ممنوعیت به له ۲۰۲۷م کال څخه عملي سي. دغه نېټه له هغې مودې څخه یو کال ژر ده چې مخکې اعلان سوې وه.
د اروپايي ټولنې ۱۹مه تحریمي بستې همدارنگه د روسیې مالي او تجارتي څانگه هم په نښه کړې او د اروپايي ټولنې په سرحدونو کې یې د روسي ډیپلوماټانو تگ راتگ او سفر محدود کړی دی.
د نوموړې اعلامیې له مخې "د دغو تحریمونو د تصویب له پاره لیکل سوې پروسه د اروپايي ټولنې د شورا له خوا پیل سوې او د غړو هیوادونو له خوا د نه اعتراض په صورت کې به هغه د مرکزي اروپا پروخت سهار اتو بجو تصویب سي."
اړوند:اروپايي اتحادیې پر روسیې تر ټولو سخت بندیزونه وضع کړل
د دغې تحریمي بستې تصویب بلاخره له سلواکیا سره ممکن سو چې پس له څو اونیو بحثونو او مخالفتونو یې بلاخره ورسره موافقه وکړه.
د سلواکیا صدراعظم، روبرت فیکو، له اروپايي کمېسیون څخه د انرژۍ د لوړو بیو او د اقلیم د اهدافو د سمون په اړه د موټرو جوړونکو او درنو صنعتونو د اړتیاوو په اړه د تضمین غوښتنه کوله. فیکو وویل چې اروپايي ټولنې هغه ته ډاډ ورکړی دی چې په دې برخه کې به گامونه پورته کړي.
پر مسکو د واشنگټن تحریمي گام
له بلې خوا اعلان سوی دی چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت هم د روسیې د تیلو د شرکت په وړاندې تازه بندیزونه تصویب کړي دي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ، د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۲۲ اعلان وکړ چې نوموړی وزارت د روسیې د تیلو د لویو شرکتونو په وړاندې نوي جزايي اقدامات کوي، ځکه چې ولادیمیر پوتین د اوکراین په وړاندې د روسیې د جگړې له پای ته رسولو څخه ډډه کړې ده.
اړوند:روسيې د اټومي وسلو په ګډون پراخ پوځي تمرینات کړي
د بسنټ په خبره دوه مهم شرکتونه د کیف په وړاندې جگړه کې د لگښتونو په تأمینولو کې نقش لري.
د روسیې د تیلو دوه ستر شرکتونه چې په اوس وخت کې د واشنگټن د نوو تحریمونو تر هدف لاندې راغلي دي، یو یې د "روسنفت" په نوم دولتي شرکت دی چې رهبري یې د پوتین یو له باوري کسانو څخه ایگور ستیشن، پرغاړه ده او بل یې د "لوکاویل" په نوم د تیلو شرکت دی.
د امریکا د خزانې وزارت د اعلامیې له مخې به د تیلو په دغو سترو شرکتونو پورې نور تړلي کوچني شرکتونه هم په دغو تحریمونو کې شامل سي.