د اوکراین جگړه؛ پوتین په می میاشت کي ۳ ورځنی اوربند اعلان کړ
گل غوټۍ پوپل | فرانس پرس، رویترز،اسوشتیدپرس، آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۹, سهشنبه
روسیې په می میاشت کي د درې ورځني اوربند وړاندیز د دوهمې نړیوالې جگړې د پای ته رسیدو له جشنونو سره سم مطرح کړی دی. مخکي له دې د پوتین له خوا دې ته ورته یو اوربند په تکرار سره نقض سوی دی.
د اوکراین جگړه؛ پوتین په می میاشت کي درې ورځنی اوربند اعلان کړانځور: picture alliance / ZUMAPRESS.com
اعلان
کریملن اعلان وکړ چي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ، په دوهمه نړیواله جگړه کي د بري له ورځې څخه د لمانځلو په مناسبت، د اوکراین پر وړاندي جگړه کي د درې ورځني اوربند امر صادر کړی دی.
کریملن اعلان کړی دی چي دغه اوربند چي «د بشردوستانه ملاحضاتو پر بڼسټ» وضع کیږي، د می د اتمې له نیمې شپې څخه پیل او د می د ۱۱ می په نیمه شپه پای ته رسیږي.
کریملن زیاتوي: «روسیه په دې باور ده چي د اوکراین خوا باید هم دغه بیلگله تعقیب کړي. د اوکرین له خوا له دغهاوربند څخه د سرغړونې په صورت کي به د روسیې وسله وال ځواکونه مناسب او اغیزمن جواب ورکړي.»
دغه اعلامیه پس له هغه خپره سوه چي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ترمپ له پوتین څخه وغوښتل چي «پر اوکراین باندي بریدونه متوقف کړي» او د درې کلنې جگړې د پای ته رسیدو له پاره «هوکړه» لاسلیک کړي.
کریملن د سپیڅلي مسیحي اختر پر وخت دې ته ورته ۳۰ ساعته اوربند اعلان کړ، خو په داسي حال کي چی دواړو خواوو د نښتو له کمښت څخه خبر ورکړ، یو بل یې له اوربند څخه د سرغړونو په سلونو پیښو تورن کړل.
ټول اوکراين د جګړې پر لومړۍ کرښه نه دی پروت. له جګړو لېرې ژوند ادامه لري. دوکانونه، قهوه خانې او رستورانتونه پرانیستي دي او د سيمې اوسيدونکي د جنراتورونو په مرسته ځان ته بریښنا برابروي.
انځور: YURIY DYACHYSHYN/AFP
له اوکراين سره د امريکا مرسته په شک کې ده
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونال ترمپ، به ويل چې د اوکراین جګړه به په «۲۴ ساعتونو» کې ختمه کړي، خو دا کار یې لا نه دی کړی. له روسیې سره د نوموړي ظاهري نږدې والی، د هغه دا هيله چې پر اوکراين د فشار له لارې دغه هېواد متحده ایالاتو ته د خپلو معدني شتمنيو ورکړې ته مجبور کړي او د اوکراين له ولسمشر سره د یې تازه لفظي جګړې، اوکراين او د دغه هېواد متحدين انديښمن کړي دي.