1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراین د غله جاتو د صادرولو تړون لاسيکيږي

۱۴۰۱ تیر ۳۱, جمعه

نن جمعه د جولای ۲۲مه په استانبول کې د تورې بحیرې له لارې د اوکراين د غله جاتو د صادرولو تړون لاسلیک کیږي. دغه تړون به د ملګري ملتونو د سرمنشي، د ترکېې ولسمشر او د اوکراين او روسي استازو له خوا لاسلیک شي.

Ukraine I Weizen I Ernte
انځور: Photoshot /picture alliance

د اوکراين د غله جاتو د صادرولو تړون موخه په نړۍ کې د موجوده غذايي بحران چې په چټکۍ سره د ډيریدو په حال کې دی، پای ته رسول دی. د دغه تړون پر اساس په استانبول کې د ملګرو ملتونو سازمان یو مرکز ایجاديږي چې کارکونکي به ېې روسي، اوکرایني او ترکي استازې وي تر څو له اوکراین څخه د غله جاتو د صادرولو بهیر و څاري.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، انتونیو ګوتریش چې دا وخت په ترکيه کې دی، د جمعې په ورځ به د ترکېې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د دغه مهم تړون د لاسلیکولو پر وخت حضور ولري. د دغه تړون پر اساس به په اوکراين کې د جګړې له کبله په ميلیونو ټنه بنده پاتې غله د تورې بحيرې له لارې د نړۍ مارکيټونه ته انتقاليږي.

ويل شوي چې ښکيل لورو پر دې توافق کړی، هغه کښتۍ چې د اوکراين پر لور ځي، په لومړي سر کې به پلټل کيږي تر څو په هغو کې د وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو د نه موجودیت اطمینان حاصل شوی وي. د کښتیو پلټنې به همدارنګه د اوکراين له بندرونو څخه د غله جاتو د انتقالیدو پر وخت هم کیږي، کوم چې غواړي د بوسفور تنګي له لارې د نورو استقامتونو پر لور حرکت کوي.

اوکراین د نړۍ په سطحه د غلجاتو د تولید يو تر ټولو مهم هیواد دی، خو په دغه هیواد کې د جګړې د پيل او په بندرونو کې ېې د ماینونو خطر، د دې سبب شوی دی چې دغه بندرونه بند او په ميلیونونو ټنه غله هلته بنده پاتې شي چې دې کار د منځني ختيځ او افریقا هیوادونه د خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخ کړي دي.

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان (ښي لور) او د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونيو ګوتریش - د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP/Turkish Presidency

د اوکراین له بندرونو څخه د غله جاتو د صادرولو تړون، د اوکراین په جګړه کې د ملګرو ملتونو یوه تر ټولو لویه لاسته راوړنه ګڼل کيږي چې د دغه سازمان په منځګړيتوب سره کیږي. دغه سازمان تر دې مخکې د اوکراین د جګړه ځپلي ښار ماريوپول څخه د ملکیانو د ایستلو په پروسه کې هم کار کړی دی.

تیره اوونۍ ښکيلو خواوو د ملګرو ملتونو د یو پلان پر اساس یو آزمایښتي توافق وکړ تر څو په اوکرایني بندورنو کې د جګړې له کبله ۲۲ ميلیونه ټنه بندو پاتي شوو غله جاتو او نور کرهڼيز محصولاتو صادرولو ته لاره هواره شي.

له اوکراين څخه د غله جاتو د صادریدو پیل به د خوراکي موادو د بحران او د غنمو په څير د مهمو خوراکي موادو په بیو کې مرسته وکړي.

تر دې وړاندې غرب مسکو پر دې تورن کړی چې په لوی لاس ېې د اوکراين له بندرونو څخه د غلجاتو د صادرولو مخه نېولې، خو مسکو بیا په نړۍ کې د غذايي بحران رامنځ ته کیدل د غرب د ناسمو تصمیمونو پايلې ښيي.

آ/م.ک.ص./ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب