1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین د ولسمشر موټر ټکر کړی دی

۱۴۰۱ شهریور ۲۴, پنجشنبه

د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلنسکی موټر په پلازمېنه کیف کې ټکر کړی دی. د اوکرایني چارواکو په خبره په دې ترافیکي پیښه کې په خپله ولسمشر او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

Ukraine | Wolodymyr Selenskyj
انځور: Gleb Garanich/REUTERS

د اوکرایني چارواکو په خبره، د زیلنسکي موټر په کیف کې ترافیکي حادثه کړې چې پکې د چارواکو په خبره په خپله ولسمشر په جدي ډول ټپي شوی نه دی.

د زیلنسکي ویاند سیرهي نیکي فوروف د فسبوک په یوه پوسټ کې د یادې ترافیکي پیښې په هکله لیکلي: «ولسمشر د یوه ډاکټر له لوري وکتل شو او هیڅ جدي ټپونه ونه موندل شول.» د زیلنسکي ویاند زیاته کړې چې له ولسمشر سره مل طبي ټیم په ټکر کې ښکیل بل موټر چلوونکي ته لومړني طبي خدمات وړاندې کړي دي. نوموړي د یادې ترافیکي پیښې د ځای او وخت په هکله ډیر جزئیات نه دي ورکړي.

تر دغې ترافیکي پیښې څو ساعتونه مخکې یعنې د چهارشنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر زیلنسکي د اوکراین په ازیوم ښار کې د اوکراین بیرغ پورته کړ، هغه ښار چې په دې وروستیو کې اوکرایني ځواکونو له روسیې ځواکونو څخه بیرته آزاد کړی.

ازیوم د اوکراین د شمال شرقي خارکیف ښار کې موقعیت لري چې د دونڅک ښار ته نیږدې پروت دی. دغه ښار د روسیې له پاره ستراتیژیک ارزښت لري چې اوس بیرته د اوکرایني ځواکونو په ولکه کې دی.

په خپرو شویو انځورونو کې د واکراین ولسمشر زیلنسکي لیدل کيږي چې له یو شمیر هغو تعرضي سرتیرو سره روغبړ کوي چې د دې ښار په بیرته نیولو کې یې نقش درلود. دغو اوکرایني ځواکونو په دې وروستیو کې یو شمیر سیمې له روسي ځواکونو څخه بیرته نیولي دي.

زیلنسکي په دغو مراسمو کې د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې موږ یوازې یوه لوري ته روان یو – مخ پر وړاندې تر بریا پورې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب