د اوکراین په ټاکنو کې دولتي ائتلاف تر نورو مخکې دی
۱۳۹۱ آبان ۸, دوشنبهد اوکراین په هیواد کې د تیرې ورځې په تر سره شوو پارلماني ټاکنو کې دولتي ائتلاف چې مشري يې د ویکتور یانوکوویچ، پر غاړه ده مخکي دی. د یوې پر پنځمې برخې د شمیرل شوو رایو پر اساس د واکمن او کمونست گوندونو ائتلاف شاوخوا ۵۳ سلنه رایې گټلي دي. د اپوزیسیون گوند چې مشرې يې د یولیا تیمکو شینکو پر غاړه ده شاوخوا ۲۰ سلنه رایې گټلي دي.
د رپوټ په حواله څلورم ځاي د «اودار» په نوم لیبرال گوند چې د بوکس قهرمان ویتالي کلیچکو، هم د دغه گوند نوماند دی ۱۲ سلنه رایې گټلي دي. د آزادۍ په نوم د نیشنلستانو گوند کابو ۷ سلنه رایې خپلې کړي دي. اپوزیسیون د ټاکنو په ورځ د یو شمیر بې نظمیو د تر سره کیدو تور پور کړی دی چې په هغې کې په پیسو د رایو اخیتسل شامل دي. د اوکراین د رایې ورکونکو په نوم د ناظرینو یوې آزادې کمیټې دغه خبره تائید کړې ده. اټکل کیږي چې د ټاکنو د څار نړیوال ناظرین به نن په دې هکله خپل نظر څرگند کړي.