1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

د اوکراین څو عسکرو د اروپا سفر پيل کړی، خو ولې؟

۱۴۰۳ مرداد ۱, دوشنبه

یو شمېر اوکرایني عسکرو په جګړه کې د روسيې له خوا د خپرېدونکو ناسمو معلوماتو سره د مبارزې په موخه د اروپايي ښارونو سفر پيل کړی دی. دوی به د اروپا په مختلفو ښارونو کې له خپلو مهاجرو هيوادوالو سره ګوري.

آرشیف -  اوکرایني پوځيان
آرشیف - اوکرایني پوځيانانځور: Ashley Chan/Sipa USA/picture alliance

څلورو اوکرایني عسکرو خپل دغه سفر یکشنبه د جولای ۲۱مه د پولند په پلازمېنه وارسا کې له خپلو مهاجرو هيوادوالو سره له لېدو کاتو پيل کړی دی. په پولنډ کې له څه باندې دوو کلونو راهيسې په سلونو زره اوکرایني مهاجر میشت دي.

د دوی له ډلې ۲۱ کلن ويتالي وويل: «موږ په اروپا کې میشتو خپلو خلکو ته راغلي يو، ځکه دوی په اروپا کې زموږ غږ دی.»

دغه اوکرایني عسکر د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «که اوکراین ماته وخوري، ورپسې به د پولند او بالتيک هېوادونو وار وي او دوی ته په کار ده چې په دغې مسئله پوه وي. روسيه به غلې پاتې نشي او په ټوله کې به [خپله جګړه] ونه دروي.»

د اوکراین د عسکرو دغه ډله، د اوکراین د مشهور، «درېمې يرغلیزې لوا» څخه دي. دوی به آلمان، هالند، بلجيم، چک جمهوریت او ليتوانیا ته هم سفرونه ولري.

د آرشیف انځور - اوکرایني عسکر په پوځي موټر کې د اوکراین او رومانیا تر منځ د فوټبال لوبې ننداره کوي انځور: European Broadcasting Union

ويتالي زیاته کړه چې دوی غواړي ملکيانو ته د جګړې په ډګر کې د واقعي وضعیت انځور وړاندې کړي: «ځکه، دوی به پر انترنیت د روسيې جعلي خبرونه لولي، داسې څه چې هر څه ګډوډ ښيي، لکه ټول چې مړه شوي او هلته هېڅ هم نه وي پاتې.»

د اوکراین څو تنو عسکرو د اروپا دغه سفر په داسې وخت کې پیل کړی، چې اوکراین هڅه کوی له هېواده بهر د عسکرۍ پر قوانینو برابر اتباع ېې د عسکرۍ ليکو ته دعوت کړي. 

خو د اروپا پر سفر راوتلي اوکرايني عسکر وايي چې دوی د پوځ په ليکو کې د چا د استخدام په مقصد نه دي راوتلي. د دوی له ډلې ۳۲ کلن ویکتور وويل: «هر څوک خپل انتخاب لري. موږ په دغه سفر کې خلکو ته یوازې خپل نظر بیانوی، دا چې د جګړې په ډګر کې څه پېښيږي.»

 ویکتور د فرانسې خبري آژانس ته دا هم وویل: «موږ په هېڅ صورت کې څوک نه تحريکوو. دا هر څه له زړه کیږي. د چا چې له خپل هيواد سره مېنه وي، بې له شکه به ځي او هغه څه به کوي چې موږ ېې کوو.»

(AFP)mks/nz

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب