1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکايي قواوو لومړنۍ ډله رومانیا ته ورسېده

۱۴۰۰ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

د اوکراين په تړاو د لوېديځ او روسیې تر منځ روان کړکېچ په تړاو د امريکايي ځواکونو لومړنۍ ډله د سه شنبې په ورځ رومانیا ته ورسیده. بایدن ويلي دي چې دغه هیواد ته ۱۰۰۰ امریکايي سرتيري استوي.

Wiesbaden US-Verstärkungstruppen für Europa landen in Deutschland
انځور: US Army/Sgt. Stephen P. Perez/REUTERS

د رومانیا دفاع وزیر واسیلی دینکو خبریالانو ته وویل رومانیا ته د رسیدلو امریکايي ځواکونو شمیر تر سلو يو څه زیات دی. هغه وويل په دې ډله کې امریکايي عسکر او مجرب کسان شامل دي.

د امریکا ولسمشر جو بايدن تیره اوونۍ اعلان وکړ داچي روسيه د اوکراین له سرحده خپل ځواکونه نه پر شا کوي، ځکه نو ۱۰۰۰ سرتیري رومانيا او ۲۰۰۰ پولند ته استوي. پولند ته د امریکايي ځواکونو لومړنۍ جوپه د تیرې اوونۍ په پای کې ورسیده.

د رومانیا دفاع وزیر وویل چې د پاتې امریکايي ځواکونو راتلل به هم ډير وخت ونه نیسي.

پنټاګون یا د امریکا دفاع وزرات ويلي دي چې دغه ځواکونه ېې د آلمان له ویلسک څخه تللي دي.

د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون هم ویلي دي چې تیار دی د ناټو تر مشرۍ لاندې خپل په سلونو ځواکونه رومانیا ته واستوي.

د فرانسې دفاع وزیر فلورانس پارلي تیره اوونۍ د رومانيا په پلازمېنه بخارست کې وويل چې د ځواکونو د ځاي پر ځای کیدو له پاره فرانسوي کارپوهان وار د مخه رومانيا ته رسيدلي دي.

رومانیا له ۲۰۰۴م کال راهیسې د ناټو سازمان غړيتوب لري. تر دې وړاندې هم په دغه هیواد کې ۹۰۰ امریکايي، ۱۴۰ ايټالوي او ۲۵۰ پولندي ځواکونه میشت ول.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب