د اوکراین کړکیچ باید له دیپلوماتیکې لارې حل شي
۱۳۹۳ فروردین ۱۹, سهشنبهد اوکراین په ختیځ کې ترینگلي وضعې ته په کتو سره، د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ديپلوماتیکه توگه د دغه کړکیچ د حلولو له پاره نوې هڅې پيل کړي دي. د واشنگټن له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، په یوه مستقیم تلیفوني تماس کې په دې اړه توافق کړی دی.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې په راتلونکو لسو ورځو کې به یوه غونډه جوړه شي چې پکښې به د اروپايي ټولنې او د اوکراین استازي هم گډون ولري. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې ویلي دي چې د دغه غونډې جزئیات به په راتلونکو ورځو کې په ډاگه شي.
کیري په دغه تلیفوني اړیکه کې له لاوروف څخه غوښتي دي چې له «بېلتون غوښتونکو، تخریبکارانو او لمسوونکو» څخه فاصله ونیسي چې د یکشنې په ورځ یې د دونڅېک، چارکوف او لوگانسک کې د دولتي ادارو ودانۍ ونیولې.
کیري زیاته کړې ده چې دغه اعمال په هیڅ وجه «د ناڅاپي پیښو په پایله کې» کې نه دي رامنځ ته شوي، بلکې «د روسیې په ملاتړ همغږي کمپاینونه» ول. هغه خبرداری ورکړ چې د مسکو له لوري د پخواني شوروي اتحاد د دغه جمهوریت د بې ثباته کولو نورې هڅې به له ځانه سره «نور تاوان» ولري.
پر دې سربیره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جان ساکي، په ختیځ اوکراین کې وروستۍ پېښې «د نه باور انديښنې وړ» بللي دي. په دونڅیک ښار کې د دوشنبې په ورځ روسي پلوو فعالینو آن د «خپلواک ولسي جمهوریت» له پاره غږ پورته کړ.
«نور بس کړئ!»
د روسیې حکومت د دغو تورونو په اړه غبرگون ښوولی دی. په مسکو کې د بهرنیو چارو وزارت په خپلو څرگندونو کې ویلي دي: «دا کار نور بس کړئ، چې په اوکراین کې د ټولو ستونزو له پاره مسکو گرم گڼئ!».
د بهرنیو چارو وزرات وړاندې ویلی دي چې په اوکراین کې «په اساسي قانون کې له ریښتینو بدلونونو پرته» چې سویلي او ختیځو سیمو ته د ډیرې خپلواکۍ امکانات برابر کړي یو اوږد مهاله ثبات ستونزمن دی.
کیري او لاوروف یوه اوونۍ مخکې په پاریس کې سره ولیدل، خو په دغو خبرو اترو کې د اوکراین د کړکیچ په حل کې کوم پرمختگ و نه شو.