د اوکراین کړکیچ: د امریکایي سرتیرو لومړۍ ډله آلمان ته ورسیده
۱۴۰۰ بهمن ۱۶, شنبهد رویټرز خبري آژانس په حواله د جمعې (د فبرورۍ میاشتې ۴ نیټه) ورځې تر غرمې وروسته د هغو سرتیرو له ډلې څخه چې د واشنګټن حکومت یي غواړي د کومکي ځواکونو په شکل اروپا ته واستوي ۲۰۰۰ تنه یي د آلمان ویسبادن ته ورسیدل.
امریکایي پوځ ویلي دي چې دوی په لومړي سر کې خپل مقر یا مرکز په آلمان کې رامنځته کوي او هلته به له هغو پراشوټ لرونکو ځواکونو ملاتړ کوي چې پولنډ ته استول کیږي.
مخکې تر دې د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی وو چې ۱۷۰۰ سرتیري پولند او ۳۰۰ آلمان ته استوي. سربیره پر دې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه امریکایي عسکر د آلمان په بایرن ایالت کې د نورنبرګ ښار ته نږدې ځای پرځای شوي دي چې ټاکل شوې ده رومانیي ته به واستول شي.
امریکا او اروپا له اوکراین سره په سرحد کې د ۱۰۰ زره روسي ځواکونو د مستقر کیدو له کبله په انديښنه کې دي. د اروپایي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین ګواښ کړی دی چې پر اوکراین د برید په صورت کې دې روسیه د لا زیاتو شدیدو بندیزونو په تمه اوسي.
د دیپلوماتیکو هڅو دوام
د روسیې د نظامي تحرکاتو سره هم مهاله د اوکراین د کړکیچ د حل له پاره دیپلوماتیکې خبرې اترې هم روانې دي. ټاکل شوې ده چې د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون به د دوشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې وویني او له هغه څخه به وغواړي چې له اوکراین سره په سرحد کې دې خپل د ځواکونو شمیر را کم کړي.
په ورته وخت کې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ په نږدې وخت کې روسیې ته د خپل سفر خبر ورکړی دی. نوموړی به له پوتین سره د اوکراین د کړکیچ په هکله بحث او خپل نظر شریک کړي. دغه سفر د فبرورۍ میاشتې د ۱۴ نیټې له پاره پلان شوی دی.
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ مکرون کیف او مسکو ته له سفر کولو لږ مخکې غواړي د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ سرهم خپل پلان شریک او همغږی کړي. ماکرون به له ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي څخه تر خبرو اترو وروسته، احتمالا په برلین کې د آلمان له صدراعظم او د پولنډ له ولسمشر آندری دودا، سره وویني.
د فرانسې ولسمشر اراده لري چې د امریکا له ولسمشر جو بایډن، د بریتانیې له لومړي وزیر بوریس جانسن او احتمالاً د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم خبرې اترې وکړي.
د امریکا په تازه سپارل شوو وسلو د اوکراین مانورې
د اوکراین پوځ د دغه هیواد په لویدیځ کې د مانورو پرمهال د ټانک ضد توغندیو او نورو وسلو څخه استفاده کړې ده. دغه وسلې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د امریکا د نظامي مرستو د بستې یوه برخه ده.
د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ اوکراین له امریکا متحده ایالاتو څخه د نورو مرستو د را رسیدو تمه لري چې ټاکل شوې ده ډیر ژر به یي ترلاسه کړي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص