1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکرین د خپلواکۍ په مناسبت د زیلنسکي وینا

۱۴۰۱ شهریور ۲, چهارشنبه

د اوکراین ولسمشر زیلنسکي د خپل هیواد د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت وینا کي وویل، جګړه یوازې د اوکراین په بريا سره پای ته رسیږي. د زاپروږيا نیول سوی ښار لاهم تر بریدونو لاندې دی.

Ukraine Präsident Selenskyj Videobotschaft
انځور: Ukrainian Presidential Press Office/ZUMAPRESS/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د خپل هیواد د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت وینا کي وویل چي د هغه هیواد به د روسيې د اشغال پر وړاندي تر آخره پوري مبارزه وکړي او هیڅ ډول امتیاز او یا هم جوړجاړي ته حاضر نه سي.

زیلینسکي د اوکراین د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت خپله ویډیويي وینا کي وویل: «دا موږ ته بې تفاوته ده چي هغوی کوم ډول پوځ لري، خبره زموږ پر هیواد ده، موږ به تر پایه پوري د خپل هیواد له پاره وجنګیږو.»

هغه زياته کړه: «موږ شپږ میاشتي مقاومت کړی دی. دا سخته ده، خو موږ به د خپل سرنوشت له پاره بیا هم وجنګیږو.»

هغه وویل:«هره نوې ورځ موږ ته ښيي چي باید تسلیم نه سو. پس له دومره اوږدې لاري، موږ د دې حق نه لرو چي تر پایه پوري جګړه و نه کړو.»

روسیې ته په کتو سره هغه وویل چې د دوی له پاره اوکراین یعني ټوله اوکراین. ټولي ۲۵ سیمي، پرته له کوم امتیاز او یا هم جوړجاړي څخه.

شولڅ اوکراین ته مبارکي ورکړه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ اوکراین ته د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت مبارکي ورکړه او د جګړې د قربانایانو په هکله یې خپله اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي سیاستوال په خپله ویډیويي وینا کي وویل چي په اصل کي باید په دې ورځ د خوشحالۍ کنسرتونه، مېلې او رسم ګذشتونه وای، خو د روسیې وحشیانه جګړې د اګست د ۲۴ مي نېټې پر دغي ورځي چي د دغي جګړې څخه پوره شپږ میاشتي تیریږي، تياره سيوری غوړیدلی دی.

په ملگرو ملتو کي د امنیت شورا غونډهانځور: Mary Altaffer/AP/picture alliance

په نیویارک کي د ملګرو ملتو په امنیت شورا کي روسیې او اوکراین یو وار بیا د اوکراین په جنوب کي د روسي ځواکونو له خوا نيول سوې د زاپروږيا اټومي بټۍ د ویشتلو پړه یو پر بل باندي واچوله.

په ملګرو ملتو کي د روسیې سفیر واسیلي نيبنزيا پر اوکراین تور ولګاوه چي بیا هم هره ورځ پر يادي اټومي بټۍ خپلو بریدونه ته ادامه ورکوي. د هغه په خبره دا به د اروپا د ټولي قارې له پاره له ناوړه عواقبو سره مل رادیو اکتیف پیښه له ځانه سره ولري.

اوکراین: له روسیې سره جګړه کې مو ۹۰۰۰ سرتیري وژل شوي

 

روسیه د خپلو معلوماتو له مخي د زاپروږيا پر اټومي بټۍ د شکمنو اوکرایني بریدونو تصویرونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندي کړي دي. نيبنزيا په دغه غونډه کي وویل: «موږ د دغسي تصویرونو یوه ستره لړۍ په لاس کي لرو چي نن یا سبا به د رسمي شواهدو په توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کي خپره سي.»

په ملګرو ملتونو کي د اوکراین سفیر سیرګي کيسلڅه بیا د روسیې له خوا دغه ډول شواهد په کلکه رد کړل. هغه وویل چې هیڅوک د دې تصور نه سي کولای چي اوکراین به دغه اټومي دستګاه تر خپل هدف لاندي راولي او په دې ډول به په خپل قلمرو کي د اټومي ناورین د رامنځته کیدو خطر رامنځته کړي.

دواړو هیوادونو همدارنګه ټینګار وکړ چي دې ته تیار دي چي د اټومي انرژۍ آژانس (IAEA) ته دي اجازه ورکړل سي تر څو د دغي اټومي دستګاه څخه لیدنه وکړي.

GP/NZ/DW Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب