1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې د اياصوفيه موزيم پر جومات بدليږي

۱۳۹۹ تیر ۲۱, شنبه

د ترکيې يوه تر ټولو تاريخي ودانۍ چې د پيړيو راهيسې پرې سياسي او فکري بحثونه وو اوس پر يو مسجد بدليږي. يوې محکمې رايه ورکړې چې د استانبول ښار دغه مشهوره ودانۍ نبايد يوازې موزيم وي بايد مسلمانان په کې عبادت هم وکړي.

Türkei Fotoreportage Istanbul
انځور: DW/U. Danısman

د ترکيې عالي مدني محکمې د جمعې په ورځ ( د جولای ۱۰مه) حکم صادر کړ چې د اياصوفيه تاريخي ودانۍ نه شي کیدای يوازې د يوه موزيم په توګه وکارول شي.

د اناتولي خبري آژانس په حواله، د اياصوفيه ودانۍ وقفي وضعیت لري او د يوه ديني بنسټ ملکيت دی چې د دوهم پاچا محمد (فاتح)له خوا تاسیس شوې ده. ياد پاچا دغه ودانۍ د مسجد په نيت جوړه کړې وه او په همدې دليل نه شي کيدای چې د بل هدف له پاره ورڅخه کار واخیستل شي.

د ترکي رسنیو د رپوټونو په حواله، د ترکيې حکومت په پام کې لري په دغې ودانۍ کې د جولاي مياشتې له پنځلسمې څخه لمونځ کول جواز وګرځوي.

معمولا کله چې په ترکيه کې سياسي او عقيدتي بحثونه ډير تاوده شي، ګڼ شمیر سنت پالان او محافظه کاران د دې غوښتنه کوی چې د استانبول ښار دغه تر ټولو تاريخي ودانۍ دې بيرته پر م مسجد بدله شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ارتودوکس کليسا چې په يونان او روسيه کې ډير پيروان لري، په جومات باندې د اياصوفيه له اړولو سره سخت مخالف دي.

اياصوفيه چې په يوناني ژبه کې يې معنی (سپيڅلې پوهه) ده، په شپږمه ميلادي پيړۍ کې د شرقي روم پاچايانو (بيزانس) له خوا جوړه شوه او د بيزانس مسيحي پاچايانو پر سر د تاج ايښودلو د مراسمو ځای وو.

انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Gurel

په کال ۱۴۵۳ کې د عثماني امپراطورۍ پاچا سلطان محمد فاتح، د «کنستانتين» (قسطنطنيه) ښار فتح کړ او د هغه نوم يې پراستانبول بدل او خپله پلازمينه يې وګرځوله. هغه چې يو مسلمان وو، اياصوفيه ودانۍ يې په جومات باندې واړاوه. د لومړي سلطان سليمان په دوره کې چې په سليمان قانوني باندې شهرت لري، د اياصوفيه په منځ کې د مسيحيت اړوند ټول سيمبولونه او نقاشيانې وپوښل شوې تر څو هلته د جمعې لمونځ ادا شي.

د اياصوفيه ودانۍ په منځ کې تر ټولو د پام وړ هنري آثار د هغې د ۶۵ متره لوړې  ګنبدې/کومبزې د چت لاندې نقاشيانې او نور ساختماني ظرافتونه دي. همدا ډول پر ديوالو باندې يې د مرمرو او ډول ډول موزايکو څخه جوړ نقشونه چې د بيزانس د هنر په سبک دي، ليدل کيږي.

مصطفی کمال (اتاترک، د نوې ترکيې پلار) په ترکيه کې د سيکولر جوړونې د حاکميت پر وخت، دغه جومات پر موزيم بدل کړ. خو د هغه دغه تصمیم د تل له پاره سنتپالانو د خوښې خلاف وو.

کوم بنسټ چې اوس هڅه کوي اياصوفيه بيرته جومات شي، په دې برخه کې د اتاتورک اجرايي شوی ۱۹۳۴ حکم، غيرقانوني بولي او د هغه د لغوه کيدو غوښتنه يې کړې ده.

که چيرته د اياصوفيه ودانۍ پر جومات باندې بدله شي، بيا به هم دروازې يې د سيلانيانو پر مخ خلاصې وي، ځکه دغه باعظمته ودانۍ د ترکيې د مهمو عايداتي سرچينو څخه يوه ده.

د رسمي ارقامو له مخې، تيرکال له اياصوفيه څخه ۳ ميليون او ۷۰۰ زره کسانو لیدنه کړې وه، چې دا د ترکيې د هر بل موزيم څخه ډير ليدونکي دي.

دويچه ويله ف/م.ک.ص/ا.ا

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (24.09.2015):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب