1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايراني ريال ارزښت په بې ساري توګه کم سوی

۱۳۹۷ مرداد ۸, دوشنبه

د ډالرو په مقابل کي د ايران د ريال ارزښت نور هم کم سوی دی. په دې ترڅ کي د ريال ارزښت په بې ساري توګه راټيټ سوی دی.

Iran Währung & Devisen - Wert des Tuman fällt
انځور: Mizan

په تور بازار کي د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جولای ۲۸مه) د يو امريکايي ډالر قيمت د ايران د پيسو په مقابل کي ۹۸ زره رياله ؤ. خو د يکشنبې په ورځ د ريال ارزښت نور تقريبا ۱۵ سلنه راولوېدی او د يو ډالر قيمت ۱۱۲ زرو ريالو ته جګ سو. دا په داسي حال کي چي د ايران د حکومت له خوا ټاکل سوی قيمت ۴۴۰۷۰ ريال دی. د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه لا د ايران د حکومت له خوا د ډالر له پاره د ۳۵۱۸۶ ريالو قيمت ټاکل سوی ؤ.

د ايران ريال د څو کالونو راهيسي تر فشار لاندي دی او په دوامداره توګه يې ارزښت کم سوی دی. خو د کوم وخت راهيسي چي په تيرو مياشتو کي د امریکا د متحده ايالاتو له لوري ګواښونه زیات سوي چي پر ايران به نوي بنديزونه ولګوي، نو د ايران ريال په لږ وخت کي زيات ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د امريکا متحده ايالاتو د روان کال د می په مياشت کي اعلان کړی ؤ چي د ايران د اټومي پروګرام په تړاو تړون څخه وځي. اټکل کيږي چي ښايي راتلونکې مياشت د امريکا متحده ايالات پر ايران بنديزونه ولګوي.

د ايران حکومت تېره اونۍ د هيواد د مرکزي بانک رئيس ولي الله سيف تبديل کړ. پر نوموړي هم تور دی چي پاليسۍ يې د ريال د ارزښت د کمېدو لامل سوي دي.

د نوموړې هغه پاليسي چي ايران ته د بهرنيو اسعارو راوړل يې تر پخوا آسانه کړل هم د ريال د ارزښت د کمېدو لامل بلل کيږي. ولي الله سيف ايران ته د بهرنيو اسعارو د راوړنې قواعد په دې هيله آسانه کړي ول چي د تور بازار سره اړينه سيالي وکولای سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب