1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د ايران د امنيتي ځواکونو په ډزو کې څلور پاکستانيان وژل شوي

۱۴۰۳ خرداد ۱۰, پنجشنبه

د پاکستان او ایران پر سرحد د ايراني ځواکونو په ډزو کې څلور ملکيان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي. چارواکو ويلي چې دا پېښه د بلوچستان له ماشکيل سيمې څخه ۶۰ کيلومتره لېرې پرته سیمه کې رامنځته شوې ده.

آرشيف انځور: د ایران او پاکستان پر سرحد وخت نا وخته د ډزو پېښې رامنځته کيږي
آرشيف انځور: د ایران او پاکستان پر سرحد وخت نا وخته د ډزو پېښې رامنځته کيږيانځور: Vahid Salemi/AP Photo/picture alliance

 د اسوشيتد پریس خبري آژانس په حواله د سیمې د کميشنر مرستيال صاحب زاده اسفند یار، د چهار شنبې ورځې دا پېښه تائيد کړې ده او ويلي یې دي چې روښانه نه ده چې ايراني ځواکونو ډزې ولې کړي دي؟ نوموړي زياته کړې چې په دې اړه پلټنې روانې دي او ډېر ژر به یې جزئیات په ډاګه شي. 

هغه وويل چې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي.

يوه بل دولتي مامور محمد عمر جمالي، هم د ایراني ځواکونو له لوري د فېرونو خبر تائيد کړی دی.

د چارواکو په حواله د پاکستان او ایران سرحد ته څېرمه په رامنځته شوې پېښه کې له وژل شويو څخه یې درې د ماشکيل سيمې سره تړاو لري او يو د کويټې د ښار اوسيدونکی دی. ويل شوي چې درې سره ټيپان روغتون ته ليږدول شوي دي.

د سيمې پوليسو ويلي دی چې جسدونه د هغوی کورنيو ته سپارل شوي دي.

د ایران او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو له خوا په دې اړه لا کوم غبرګون نه دی ښوول شوی.

دا ډول پېښې مخکې هم رامنځته شوي

د پاکستان او ایران پر پوله دا ډول پېښې په ماضي کې هم رامنځته شوي دي چې په تازه پېښه یې د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ میاشت کې شوې وه. هغه وخت د پاکستان په خاوره کې د بې پېلوټه الوتکو بريدونه تائيد شوي ول.

خو تر دې پريکړې سملاسي وروسته د پاکستان پوځ د جنورۍ میاشتې پر ۱۸مه نيټه ويلي ول چې پاکستان په ايران کې دننه پر هغه پټنځايونو اغیزناک بريدونه کړي دي چې په پاکستان کې د دغه بريدونو د مسئولو «ترهګرو» له خوا کاريدل.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳م کال په اپريل میاشت کې هم د پاکستان پوځ ويلي ول چې «د ایران سره له پولې هاخوا د فعالو ترهګرو يوې ډلې په ډزو کې د پاکستان په کچ سيمې کې پر ګزمه بوخت امنيتي چارواکي وژلي دي.»

د ماشکيل سيمه د بلوچستان ايالت له مرکز کویټې ښار څخه ۱۰۵۰ کيلومتره لېرې پرته ده او د پاکستان او ایران ترمنځ مهم تجارتي پاټک دی. خو انساني قاچاق وړونکي دا مسیر د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د خلکو د رسولو له پاره هم کاروي.

د سرحد دواړو لوريو ته امنيتي ځواکونه د قاچاق وړونکو او وسله والو د نیولو په موخه هم وخت نا وخته عمليات کوي.

آژانسونه

زموږ له آرشيف څخه:

په بلوچستان کې د هندوانو ستر مذهبي فیستیوال

02:23

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب