1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران رسنۍ: په عمان کي د ايران او امريکا خبري پيل سوې

نجيب الله زيارمل فيليکس تمسوت
۱۴۰۴ بهمن ۱۷, جمعه

د ایران دولتي تلویزیون راپور ورکړی چي د تهران د اټومي تړون په اړه د ایران او امریکا ترمنځ خبري اتري په عمان کې پیل سوي دي.

د تهران په يوه بازار کي د ايران بيرغ
ترمپ ویلي چي که چیري د دغه هیواد د اتومي پروګرام په اړه کومه موافقه ونه سي، کيدای سي «بد شیان" پیښ سي.انځور: Majid Asgaripour/REUTERS

دا لومړی ځل دی چي دواړه هيوادونه د ۲۰۲۵م کال په جون مياشت کي له اسرائيل سره د ایران د جګړې پر مهال د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو تر بمبارۍ وروسته خبري اتري کوي.

تر خبرو اترو مخکې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چي هیواد یې چمتو دی د امریکا له خوا «تر حد زیاتو غوښتنو یا ماجرا» پر وړاندي د ځان دفاع وکړي.

عراقچي د خپل عماني سیال بدر البوسیدي، سره د کتني په ترڅ کي وویل، تهران به د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو له پاره له ډیپلوماسۍ څخه کار واخلي.

تر خبرو اترو دمخه، د سپیني ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې کارولین لیويت، وویل چي د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ - چي هغه یې «د نړۍ په تاریخ کي د تر ټولو ځواکمن پوځي قوماندان» بللی - «د ډیپلوماسۍ پرته، ډېر انتخابونه لري».

ترمپ پخپله وویل چي که چیري د دغه هیواد د اتومي پروګرام په اړه کومه موافقه ونه سي، کيدای سي «بد شیان" پیښ سي.

ایران په عمان کي له امریکا سره تر خبرو دمخه د «متقابل احترام» غوښتنه کوي

په دې خبرو اترو کې د امریکا استازیتوب د امریکا ځانګړی استازی ستیف ویتکوف او د دونالد ترمپ زوم جیرید کوشنر، کوي.

تر دې دمخه د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی وو چي د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او یو شمېر دیپلوماتان تېره شپه عمان ته ورسېدل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب