«د عبوري پروازونو ورځني عوايد ۱۰۰ زره ډالره لوړ شوي»
۱۳۹۸ دی ۲۱, شنبهد افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفايي زاده دويچه ويله سره په خبرو کې وويل، چې د عبوري پروازونو له لارې د دغې ادارې په عوايدو کې ۲۵ سلنه زياتوالی راغلی چې دغه سلنه په ورځ کې نژدې سل زره ډالر جوړوي.
وفايي زاده وويل په وروستيو کې د سيمې په کچه د کړکيچونو په رامنځ ته کيدو، د هوايي ملکي چلند نړيوالې ادارې (آيکاو) او د افغانستان او ترکمنستان په ګډون د سيمې هيوادونو وغوښتل تر څو په سيمه کې د پروازونو يو بديل مسير چمتو کړي. وفايي زاده په دې اړه زياته کړه: «موږ په دې برخه کې خپل چمتوالی وښود او هر پرواز چې د افغانستان له فضا څخه تيريږي موږ ورڅخه ۷۰۰ ډالر د حق العبور فيس اخلو.»
هغه په دې اړه زياده کړه: «دا کولی شي د ملکي هوايي ادارې په عوايدو کې د ورځې تر نژدې سل زره ډالرو پورې ډيروالی راولي او دغه پيسې د افغانستان خزانې ته سپارل کيږي.»
هغه روښانه کړه د دغو عوايدو د لوړيدو يوه برخه په ايران او سيمه کې له وروستيو کړکيچونو سره تړلي دي چې کيدای شي په راتلونکې کې توپير ولري، خو يوه برخه يې د نوو هوايي مسيرونو پورې تړلې ده چې هغه به په راتلونکې کې هم پر خپل ځای پاتې وي. هغه وويل: «په هر حالت کې به د دغو عوايدو يوه برخه په خپل حال پاتې وي.»
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري ۱۱مه) د عبوري عوايدو د لوړيدو په اړه يوه اعلاميه هم خپره کړې ده. په اعلاميه کې راغلي: «د [افغانستان] ملکي هوايي اداره د لازمې تکنالوژۍ په اختيار کې لرلو سره، د عبوري پروازونو د آسانتيا له پاره بشپړ چمتوالی لري او په سيمه کې د هوايي ترافيک او د ايرناويګيشن په جريان کې د موثر مديريت رول ترسره کوي.»
د وفايي زاده په وينا هيڅ هيواد او هوايي شرکت د افغانستان له فضا څخه د تيريدو په اړه خپله انديښنه نه ده ښودلی او له دغې لارې پروازونو څخه نه دي منصرف شوي.
م.ک. ص/ا. ا