د ايران ولسمشر د لومړي ځل لپاره په لبنان کي
۱۳۸۹ مهر ۲۱, چهارشنبهد بيروت له هوايي ډګر څخه وتلي سړک کي بيړني حالت وضع شوي دي. ځکه چي د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په سر خلاصي موټر کي د خپلو لس ګونو زرو پلويانو په مخ کي چي د سړک دواړو خواوو ته ولاړ دي، د تيريدو په حال کي دی. د هغه د بدرګي لپاره شانداره مراسم نيول شوي، هري خوا ته د ايران زرغون، سپين او سور رنګي بيرغونه رپيږي. شا خوا ديوالونه د ميلمه او د ايران د انقلاب د مړه شوي مشرآيت الله روح الله خميني په انځورونو سينګار شوي دي.
احمد نژاد په لبنان کي داسي بدرګه شو، لکه چي په لويديځه نړي کي مينه وال د پاپ د موسيقي له کوم ستوري يا فلمي لوبغاړي څخه هرکلي کوي. د بيروت جنوب د حزب الله د واکمني ساحه ده، دلته هرڅه د دغه ګوند په اختيار کي دي. که څه هم لويديځ حزب الله يو تروريستي سازمان بولي، خو په لنبان کي هغه نه يواځي يوه ستره پوځي ډله ده، بلکه د دي هيواد په سياست کي هم لاس برتوب لري. د دغي ډلي استازي په پارلمان او د لبنان د لويديځ پلوي کابينه کي ناست دي.
که څه هم احمدي نژاد د لبنان د ولسمشر له خوا چي يو مسيحي دي، بلل شوي دي، خو د هغه د سفر وياړ حزب الله ته رسيږي.
د هغه یو پلوی وایی:
«مونږ هغه ته هرکلي وايو. ايران له لبنان سره ډيري اقتصادي او مالي مرستي کړي دي، د اسراييلو پر ضد هم. زمونږ لپاره دا يو وياړ دي چي دي دلته راغلي.»
د حزب الله پلوي، دغه سړي له خبرو څخه وروسته سمدلاسه يو ښځه غږ کوي او د هغه د خبرو په تاييد له احمدي نژاد څخه د هرکلي په اړه وايي:
«دا سفر خورا اهميت لري. خداي دي دته خير ورکړي چي د ايران له ولس او دلته له اسلامي مقاومت څخه ملاتړ کوي.»
څلور کاله مخکي له اسراييلو سره د جګړي څخه وروسته ايران لبنان ته يو مليارد ډالر مالي مرسته ورکړه. په دي مرستو کي يقينا چي وسلي هم شاملي دي، خو د سړکونو، ښونځيو او په جګړه کي د ويجاړ شوو کورونو او روغتونو د بيارغاوني لپاره هم. ويل شوي دي چي اوس به د نيم مليارد ډالرو د يو پور موافقه هم وشي.
خو هر لبناني هم د احمدي نژاد د نفوذ څخه د خوښي احساس نه کوي. د هغه انتقاد کونکي وايي چي ايران د مديتراني په سمندرګي کي د يوي هډي د جوړولو په لټه کي دي. د لبنان 250 روښانفکران او د پارلمان پخوانيو استازو د تهران څخه د راغلي ميلمه په نامه په يوه سر خلاصي ليک کي وايي: « ښاغلي جمهور رييس! مونږ تا ته هرکلي نه وايو.»
خو د احمد نژاد پلويان د داسي خبرو پروا نه کوي:
«دا رښتيني لبنانيان نه دي. دوي دا خبري د دي لپاره کوي چي دلته ستونزي پيدا کړي.»
د رسمي دولتي تشريفاتو څخه وروسته د تهران څخه ستونزمن ميلمه نن د سيمي په وخت له غرمي وروسته د خپلو پلويانو ليکو ته ورودانګل او د بيروت په جنوب کي مخکي له دي چي سباته (پنجشنبی)« د زور د ښودلي د نښاني په توګه» د اسراييلو سره ګډي پولي ته نژدي ښکاره شي، هغوي ته خپل وينا وړاندی کړه.
لايت هولت/ عبدالباري حکيم
کتونکي: نسيم صابر