ایران: له امریکا سره عادلانه او منصفانه خبري اتري غواړو
۱۴۰۴ بهمن ۱۴, سهشنبه
پزشکیان د ايکس ټولنيزي شبکې په یوه پوست کي وویل چي هغه د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته لارښوونه کړې ده چي «د وقار، هوښیارۍ او مصلحت د اصولو له مخې عادلانه او منصفانه خبرې اترې تعقیب کړي،» او زیاته یې کړه: «په دې شرط چي یو مناسب چاپیریال شتون ولري - داسې چې له ګواښونو او غیر معقولو تمو څخه پاک وي.»
د ایران ولسمشر زیاته کړه چي خبري اتري به «زموږ د ملي ګټو په چوکاټ کي ترسره سي.»
ایراني چارواکو مخکې ویلي ول چي تهران له امریکا سره د خبرو اترو له پاره چمتووالی نیسي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د عراقچي او د امریکا د ځانګړي استازي ستیف ویتکوف ترمنځ غونډه به د جمعې په ورځ د فبرورۍ په ۶مه د ترکیې په استانبول کې ترسره سي.
واشنګټن او تهران تېر کال د ایران د جنجالي اټومي پروګرام په اړه خبري اتري کړې وې، خو مذاکرات پر کليدي مسائلو ودرول سول.
د امریکا متحده ایالاتو یوه اساسي غوښتنه د ایران د یورانیمو د غني کولو پروګرام بشپړ بندول دي. په داسي حال کي چي تهران د خپل اټومي پروګرام محدودولو ته لیواله دی، په تهران کې بیا د واشنګټن حداکثر غوښتنه یوه سره کرښه ګڼل کيږي.
ډیری ایرانیان د روان میلادي کال د جنوري مياشتي په پیل کي د لاریونونو د خونړي ځپلو وروسته له متحده ایالاتو سره پر خبرو اترو سخت انتقاد کوي.
په ایران کي د حکومت ضد لاریونونو په اوج کې، د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د لاریون کوونکو د ملاتړ ژمنه وکړه. د ایران د بشري حقونو فعالینو په وینا، ویل کیږي چي زرګونه - ممکن لسګونه زره - خلک د لاریونونو د ځپلو پرمهال وژل سوي وي.
دا حقیقت چي ترمپ اوس غواړي د ایران له مشرتابه سره خبري اتري وکړي، په ایران کي ډېر خلک دې ته د خیانت په سترګه ګوري.