1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران پر ضد د امريکا مسودې د رد کيدو په اړه غبرګونونه

۱۳۹۹ مرداد ۲۵, شنبه

ايراني چارواکو پر ایران د تسليحاتي بنديزونو د غځولو له پاره د امريکا د پيشنهادي مسودې رديدل، د امريکا له پاره ستره ماتې بللې ده. اسرائيل د امنيت شورا دغه اقدام «شرم» ګڼلی او امريکا وايي چې د ايران ضد فشارونه جاري ساتي.

UN-Sicherheitsrat New York 2016 | Waffenembargo Libyen
انځور: Imago Images/Xinhua

د ايران ولسمشر، حسن روحاني، د امنيت شورا له خوا د امريکا د پيشنهادي مسودې د نه تصويبيدو په غبرګون کې ويلي دي: «دا د امريکا په تاريخ کې لومړي ځل دی چې د ايران پر ضد يې يوه مسوده جوړه کړې او يوازې يوه رايه يې وړې ده. هغه هم د يوه کوچني هيواد! د يو جزيره يي هيواد!... وګورئ! امريکا داسې حالت ته رسيدلې چې له خپل ځان او يوه کوچني هيواد پرته نور څوک ورسره ملتيا نه کوي.»

د ايسنا خبري آژانس په حواله، روحاني د ايران پر ضد د امریکا د پيشنهادي مسودې رد کيدل، «د امريکا له پاره يو بل لوی سياسي شکست بللی دی.»

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ايران دايمې استازي، مجيد تخت روانچي، په دې تړاو ويلي دي چې دا «د امريکا متحده ايالاتو د انزوا او ماتې» نښه ده.

هغه پر ټويټر ليکلي: «امريکا بايد له دغې افتضاح څخه درس واخلي او پوه شي چې د ایران پر وړاندې يې د تحريمونو د فوري تمديدولو هڅې، يو غيرقانوني اقدام دی چې د نړيوالې ټولنې له خوا رد شوی دی.»

د ایران د بهرنيو چارو وزارت هم د امريکا پيشنهادي مسودې رد کيدل، د  امريکا له پاره يو «تاريخي» شکست بللی او هغه يې د ايران د فعالې دیپلوماسۍ نتيجه ښودلې ده.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، عباس موسوي، پر ټويټر لیکلي: «سابقه نه لري چې امريکا دې تر دې حده پورې منزوي شوي وي.»

د امنيت شورا ۱۵ غړو، د ايران پر تسليحاتي پروګرام د بنديزونو د ادامې په هکله د امريکا پيشنهادي مسودې ته د جمعې په ورځ رايې ورکړې. دغه مسوده د  ۲ موافقو رايو (امريکا او د ومنيکن جمهوريت)، ۲ مخالفو (چين او روسيه) او ۱۱ ممتنع رايو په ترلاسه کولو، رد شوه.

روحاني د ايران پر ضد د امریکا د پيشنهادي مسودې رد کيدل، «د امريکا له پاره يو بل لوی سياسي شکست بللی دیانځور: Irna

اسرائيل

اسرائيل د امنيت شورا له خوا د دغې پيشنهادي مسودې رد کيدل، د يو «شرمناکه» اقدام په توګه غندلي دي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د اسرائيل نوي استازي، ګيلاد اردان، په دې اړه د شنبې په ورځ په يوه ټويټري پيغام کې وويل چې د امنيت شورا، په دغه اقدام سره وښوده چې «دوی د نړيوالې سولې او امنيت د ساتنې په تړاو خپل مسئوليت کې ناکام شوي دي.» د هغه په خبره دغه تصمیم به په منځني ختيځ کې د نا آرميو د ډيرېدو سبب واقع شي.

امريکا متحده ايالات

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو پر امنيت شورا شديدې نيوکې کړي دي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير، مايک پمپئو، ويلي دي چې د امنيت شورا «په خپل ماموريت، يعنې د نړيوال امنيت په ساتنه کې ناکام شوی.»

د پمپئو په خبره، د امنيت شورا په دې کار سره، «په نړۍ کې د تروريزم تر ټولو لوی ملاتړکونکي هيواد لاس د وسلو د پېر او پلور له پاره خلاص پريښود.»

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير، مايک پمپئوانځور: picture-alliance/AP/P. Martinez Monsivais

په عين وخت کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امريکا استازې، کيلي کرافت، هم ټينګار کړی چې امريکا به د ايران د تسليحاتي پروګرام د تحريمونو د غځولو له پاره له هيڅ ډول هڅو دريغ ونه کړي.

چين

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د چين استازي په يوه ټويټري پيغام کې ويلي دي چې «ترلاسه شوې نتيجه دا ښيي چې هيڅ څوک له خودخواهۍ څخه ملاتړ نه کوي او زورګويي به ماتې خوري.»

د ايران استازي وويل دا چې امريکا نور د ایران د تسليحاتي توافق غړيتوب نه لري، نو نه شي کولای د تحريمونو د تمديد غوښتونکې هم وي. چين په دې لړ کې ټينګار کړی چې د پخوا په څير به د ايران له تسليحاتي توافق څخه ملاتړ کوي او د هغه د بشپړ عملي کيدو غوښتونکی دی.

روسيه او نور غړي

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د روسيې استازي په يوې اعلاميه کې ويلي دی چې په ۲۲۳۱ پريکړه ليک کې د تحريمونو موده پنځه کاله په نظر کې نيول شوې او په پام کې نه وو چې دغه موده دې وغځول شي.

د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين، د فارس خليج په سيمه کې د امنيت او اعتماد فضا د رامنځ ته کيدو له پاره د يوې داسې مجازې غونډې د جوړيدو وړانديز کړی چې د توافق ټولې لاسليک کونکې خواوې په کې ګډون ولري. په وینا يې په غونډه کې بايد د دغه توافق د مخته وړلو له پاره د همکاريو د ايجاد لارې چارې وڅيړل شي.

د چين او روسيې د مخالفو رايو سربيره، فرانسه او بريتانيا چې د امريکا اروپايي متحدان دي، هم د امريکا د ايران ضد پیشنهادي مسودې ته ممتنع رايې ورکړي دي.

دویچه وله ف/م.ک.ص/م.ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب