د ايران په مظاهرو کي د گډون والو نيول او محاکمه
۱۴۰۱ آبان ۳, سهشنبه![Szenen aus den jüngsten Protesten im September und Oktober 2022 im Iran](https://static.dw.com/image/63436326_800.webp)
اعلان
په پلازمينه تهران کی تر ۳۰۰ زيات کسان په ايران کي د رژيم پر ضد د انتقادي مظاهرو په تړاو د حقوقي دعوا سره مخامخ شوي دي.
په ايران کې د تيرې څه مودې راهيسی روانو اعتراضونو په تړاو د تهران لوی څارنوال،علي صالحي د عدلیې د ميسان آنلاين په نامه مجلې سره په خبرو کي وويل، چې څلور"بلوا کونکي" د " خداي سره د جگړې" په جرم تورن شوی دي، چې له کبله يې دغه کسان د مرګ له سزا سره مخ کیدلی شي.
ټول ټال ۳۱۵ کسان د هېوا د "امنيت پر ضد د راغونډولو" او د "عامه نظم په گډوډولو" تورن شوي دي. ایران د سپتمبر په مياشت کي د ۲۲ کلني کردۍ پيغلې جينا مهسا اميني له وژلو وروسته د اعتراضونو یوې څپې ځپلې دی.