1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ژینا مهسا اميني پلار تر نېول کېدو وروسته بېرته خوشې شو

۱۴۰۲ شهریور ۲۵, شنبه

د ایران پولیسو تېرکال په دغه هېواد کې د پولیسو په توقیف کې د مړې شوې ښځې، ژینا مهسا اميني پلار تر نيولو وروسته بېرته آزاد کړی دی. رپوټونه وايي امجد اميني د بشري ډلو تر خبرداريو وروسته بېرته خوشې شوی دی.

د جینا مهسا اميني پلار، امجد اميني
د جینا مهسا اميني پلار، امجد امينيانځور: Tasnim

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د کردستان د بشري حقونو شبکې ويلي دي چې دايران«امنيتي ځواکونو نن [شبنه د سپتمبر ۱۶مه] امجد اميني توقیف او د خپلې لور د تلين د نه لمانځلو تر خبرداري ورکولو وروسته ېې بېرته خپل کور ته راستون کړ.»

یاد آژانس وايي چې ایراني چارواکو په سملاسي توګه په دې هکله د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

نن شنبه د سپتمبر ۱۶مه د ژینا مهسا امینی د مړيني لومړی تلین دی. ۲۲کلنه جینا مهسا امينی تېرکال د حجاب د نه رعایتولو په دليل د ايران د مذهبي پولیسو له خوا ونيول شوه چې بیا په توقیف کې مړه شوه. د هغې مړينه د ایران دننه او بهر پراخ اعتراضونه له ځانه درلودلي دي.

د مړې شوې ځوانې میرمن اميني مور او پلار د دولت هغه رپوټ په هکله شک ښکاره کړی وو چې په کې ویل شوي ول، مهسا اميني د پولیسو په توقیف کې د خپلې ناروغۍ له کبله مړه شوې ده.

د امجد اميني د نیولو خبر د هه نګاو په نوم بشري سازمان چې مقر يې په ناروې کې دی، ورکړ. دغه سازمان پر تیلګرام لیکلي چې امجد امیني د شنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۶مه) تازه له خپل کوره وتلی وو چې د ایران د سپاه پاسداران يا انقلاب ساتونکو ځواکونو له خوا ونيول شو. په رپوټ کې راغلي چې ایراني چارواکو د هغه د نیولو پخلی نه دی کړی. رپوټونه وايي چې امنيتي ځواکونو امجد اميني د بشري سازمان تر خبرداري وروسته بېرته آزاد کړی.

mks/mns(Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب