1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايغور مسلمانانو په اړه افشا شوي حيرانونکي اسناد

۱۳۹۸ آبان ۲۶, یکشنبه

د چين حکومت پورې اړوندو افشا شوو اسنادو کې يوه مهمه پيښه د ايغور مسلمان لږکۍ د سرکوبولو په اړه تفصيلي او حيرانونکي معلومات دي. په دغو اسنادو کې «له هيڅ ډول ترحم څخه دي کار نه واخيستل شي» د حکم ورکولو ذکر شوی دی.

China Ethnie der Uiguren
انځور: picture-alliance/Kyodo

د چين حکومت اړوند په افشا شوو رسمي اسنادو کې يوه مهمه پيښه په سينګيانګ کې د ايغور مسلمان لږکۍ د سرکوبولو په موخه د پوځي اقداماتو په اړه تفصيلي او حيرانونکي معلومات دي. په دغو اسنادو کې د «له هيڅ ډول ترحم څخه دي کار نه واخيستل شي» حکم ورکولو ذکر شوی دی.

د آلمان خبري آژانس د چين له پلازميې بيجنګ څخه د يکشنبې ورځې (د ۲۰۱۹م کال د نوامبر ۱۷مه) په رپوټونو کې د امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز په حواله ليکي چې دا د چين په ملکي حکومت کې د رسمي اسنادو د افشا کيدو داسې يوه لويه بيلګه ده چې ښايي بيلګه يې په راتلونکې کې يې بيا هيڅ کله هم ونه ليدل شي.

د دغو اسنادو له مخې د چين ولسشمر شي جي پينګ دولتي چارواکو ته امر کړی چې په مسلمان ميشته ايالت سينګيانګ کې د پوځي عملياتو پر وخت د سخت دريځو او بيلتون غوښتونکو پر وړاندې له «هيڅ ډول ترحم څخه کار» وانخلي.

يو شمير بشري سازمانو او بهرنيو کارپوهانو ويلي دي چې د چين حکومت د دغه هيواد د تر ټولو لويديځې سيمې سينګيانګ کې ايغوريان او د نورو مسلمانو اقليتونو پورې اړوند، له يو ميليون څخه ډير کسان نيولي او هغوی يې په داسې ځايونو کې چې په رسمي توګه ورته «روزنيز مرکزونه» ويل کيږي، توقيف کړي دي.

دغه افشا شوي حکومتي اسناد په مجموعي توګه ۴۰۳ مخه دي چې د نيويارک ټايمز لاس ته لويدلي دي. په لومړي سر کې داسې اټکل کيږي چې د چين حاکم کمونيست ګوند دې دغه اسناد ډير مخفي ساتلي وي خو دا روښانه نه ده چې له دغه جنجالي سرکوب کولو څخه د چين د حکومت موخه څه ده.

د ايغوريانو په تړاو د چين حکومت اقدامات په ۲۰۱۶م کال کې ډير چټک شولانځور: picture-alliance/dpa/O. Weiken

په سينګيانګ کې د بيجينګ حکومت پر دغو اقداماتو په نړيواله کچه او په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالتونو له لوري سختې نيوکې شوي دي.

له دغو اسنادو څخه دا هم جوتيږي چې په سينګيانګ کې د ايغوريانو د سرکوبولو پر وخت، د حاکم کمونيست ګوند په دننه کې د اختلاف نظرونه موجود وو. نيويارک ټايمز دغه له يو جامع رپوت سره د همدغې اوونۍ د پای په ورځو (شنبې او يکشنبې) کې خپاره کړي دي. په هغو کې د چين د ولسمشر هغه ويناوې هم شاملې دي چې تر اوسه هيڅ کله خپرې شوي نه دي. له دې نه علاوه په دغو اسنادو کې نور داسې حکومتي احکام او د انديښنې وړ رپوټونه هم شامل دي چې په هغو کې د ايغور مسلمان اقليت پر نفوس باندې د کنترول خبرې شوي دي.

د نيويارک ټايمز په حواله، دغه پټ حکومتي اسناد د چين د سياسي ادارې د يوه داسې غړي له خوا چې هويت يې نه دی په ډاګه شوی، افشا شوي. دغه چارواکي په دې کار سره هيله مندي ښکاره کړې چې کيدای شي د دغو اسنادو تر افشا کيدو ورسته د شي حکومت تر لا ډيرو نړيوالو فشارونو لاندې راشي، آن تر دې چې د تیښتې لاره ورکړه کړي.

د چين په سينګيانک کې حکومت له خوا د ايغور مسلمان لږکيو د «ذهني او اجتماعي روزنې» له پاره د توقيفي مرکزونو د جوړيدو لړۍ په ۲۰۱۶م کال کې ډيره چټکه شوه. هغه مهال د چين حکومت دغې سيمې له پاره د «چين چوآن ګو» په نوم د چين د کمونست ګوند يو غړۍ د نوی مشر په توګه وټاکه.

AG/MKS/AA

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب