1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهایټالیا

د ايټالیا پوليسو د پاکستاني طالبانو یو بنګلديشی غړی نيولی

۱۴۰۲ آبان ۱۳, شنبه

د ايټالیا پولیسو د یو بنګلديشی وګړی د نيولو خبر ورکړی چې وايي د تحریک طالبان پاکستان ډلې سره تړاو لري. پولیس وايي چې دغه شخص جنګي تکتيکونه لوستلي او پر ټولنیزو رسنیو ېې د اور اچونې ويډيوګانې خپرې کړي دي.

Wettskandal in Italien
د آرشیف انځور ( ۲۰۱۲) - د ايټالیا پولیس د ايټالیا د فلورانس ښار ته نژدې یوه علاقه کېانځور: dapd

دايټاليا پولیس تور لګوي چې نیول شوی کس د القاعده شبکې سره د تړاو لرونکې يوې پاکستانۍ ډلې غړی دی چې موخه ېې تحریک طالبان پاکستان (TTP) یا پاکستاني طالبان دي.

د ايټالیا په جنوا ښار کې پولیسو د جمعې په ورځ وويل چې دغه شخص پر ټولنیزې رسنۍ فیسبوک کې ځان د «القاعده مينه وال» معرفي کړی او پر انترنيت ېې «تروریستي کړنو ته هڅوونکې ويډیوګانې يا د نورو ټولنو پر وړاندې د نه زغم پيغامونه» خپاره کړي دي.

پولیسو په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې تورن او مخاطبین ېې «د یوې بین القاره يې شبکې یوه برخه ده چې د القاعده شبکې له منطق څخه پېروی کوي...»

پولیسو ادعا کړې، تورن کس چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې تر تحقیق لاندې وو، له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړاو لري او مخکې له دې چې په پاکستان کې د جګړې پلان جوړ کړي، په ايټالیا کې خپلې قبولۍ ته منتظر وو.

تحریک طالبان پاکستان چې په پاکستاني طالبانو هم یاديږي، په ۲۰۰۷ م کال کې رامنځ ته شوې ډله ده چې تر اوسه په پاکستان کې د دغه هېواد په ځانګړې توګه د پاکستاني امنيتي ځواکونو پر ضد جنګيږي. ویل کيږي چې دغه پاکستانۍ وسلواله ډله له القاعده شبکې سره ارتباط لري.     

(AFP)mks/mns

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل