1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اټومي آژانس کارپوهان د اوکراین له اټومې بټۍ څخه لیدنه کوي

۱۴۰۱ شهریور ۷, دوشنبه

رافايل ګروسي خبر ورکړی چې د نړیوال اټومي انرژۍ آژانس د کارپوهانو یوه ډله د ژاپروژیا اټومي بټۍ ته د اوښتي زیان او امنیتي سیستم د ارزونې له پاره د اوکراین سویل ختیځ ته سفر کوي. دا ماموریت د روانې اونۍ په پای کې ترسره کیږي.

Ukraine | Russische Soldaten am Atomkraftwerk in Saporischschja
انځور: AP/picture alliance

د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس عمومي مشر رفايل ګروسي، په تویتر کې لیکلي دي چې د نوموړي آژانس د کارپوهانو یو پلاوی په اوکراین کې د ژاپروژیا اټومي بټۍ وضعیت د څارنې په موخه ګمارل شوی دی. ګروسي لیکلي دي چې د نوموړي ټیم ماموریت د روانې اونۍ په پای کې ترسره کیږي.

په دغه تویت کې راغلي دي: «د ژاپروژیا د مرستې او ملاتړ ماموریت په لاره اچول شوی دی. مونږ باید د اوکراین او اروپا د تر ټولو سترو اټومي تاسیساتو له امنیت او خوندیتوب څخه ساتنه وکړو. ویاړو چې دا ماموریت چې د دې اونۍ په پای کې به ترسره شي رهبري کوو.»  

یوه اونۍ مخکې د فرانسې او روسیې جمهور رئیسانو په تلیفوني خبرو اترو کې موافقه کړې وه، هر څومره ژر چې ممکن وي باید د نړیوال اټومي ادارې څارونکي د زاپوریژیا له اټومي تاسیساتو څخه لیدنه وکړي.

د اوکراین په سویل ختیځ کې د ژاپروژیا، د اروپا تر ټولو ستر اټومي بټۍ او د نړۍ یو له ۱۰ تر ټولو لویو ریاکتورونو څخه دی. د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې له پیلیدو وروسته په دغه بټۍ کې د یوه ستر ناورين رامنځته کیدو خطر په اړه اندېښنې موجودې دي.

اوکراین: د هر اوکرایني عسکر په بدل کې پنځه روسي عسکر وژل سوي

د یکشنبې (د اګست میاشتې په ۲۸ نیټه) په ماښام پر انرهودار ښار کې، چې د دې بټۍ په ګاونډ کې موقعیت لري، تازه توغندیز برید کې ۹ تنه ټپیان شوي دي چې د هغو له جملې څخه د دوو کسانو حالت د انديښنې وړ دی.

دغه بټۍ اوس د روسي ځواکونو له خوا نیول شوې ده. مسکو او کیف دواړه پر دغو اټومي بټیو د پرله پسې بریدونو خبر ورکوي او هر یو یې پر بل د برید پړه ور اچوي. اوکرایني چارواکي د ژاپروژیا اشغال د روسیې «اټومي باج اخیستنه» یا په اصطلاح بلیک میلنګ بولي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب