1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د اټومي انرژۍ آژانس د روسیې پرضد بل پریکړه لیک تصویب کړ

۱۴۰۱ آبان ۲۷, جمعه

د بین المللي اټومي انرژۍ اژانس(IAEA) د اوکراین په اټومي دستګاه کي د روسیې د چلند په دلیل د دغه هیواد پرضد دریم پریکړه لیک تصویب کړ.

IAEA Director General Grossi
انځور: Vladyslav MusiLienko/REUTERS

د دغه آژانس د غړو هیوادونو د نمایندګانو څخه جوړي شورا ویلي دي: په پریکړه لیک کي د روسیې څخه غوښتل سوي دي، چي په «عاجل» ډول سره خپل عسکر او«نور پرسونل» د سپروږیا د اټومی دستګاه څخه وباسي. په پریکړه لیک کي همدارنګه راغلي دي چي سربیره پردې باید روسیه په اوکراین کي د دغي او نورو اټومي دستګاوو پرضد ګرده عملیات پای ته ورسوي.

د ډیپلوماټانو په حواله د دغه پریکړه لیک څخه ۲۴ هیوادونو ملاتړ کړی دی. چین او روسیې بیا ورسره مخالفت کړی دی.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب