د اتومي انرژۍ سازمان عمومي مشر، رافايل ګروسي، د سه شنبې په ورځ اسوشتید پریس سره په يوه مرکه کې وويل چې د زاپوريږیا کارخانې وضعیت د هرې ورځې په تيریدو سره لا پسې خطرناکه کیږي.
نوموړې کارخانه د اوکراین په جنوب ختيځ انرهودار ښار کې واقع ده کوم چې روسي ځواکونو د مارچ مياشتې په اوايلو کې د جګړې تر پیل وروسته ډير ژر تصرف کړی دی.
د ملګرو ملتونو د اتومي آژانس مشر له اوکراین او روسېې څخه غوښتي چې د وضعیت د ثبات او د اتومي پيښې د رامنځ ته کیدو د مخنيوي له پاره دې په فوري توګه متخصيصينو ته اجازه ورکړي چې دغه ستر اتومي کمپلکس څخه لیدنه وکړي.
په کارخانه کې د خوندیتوب د اصولو نقض
هغه ويلي دي چې په دغه کارخانه کې د «اتومي خوندیتوب هر اصل نقض شوی دی». هغه زیاته کړه له دې ناحېې څخه رامنځ ته کیدونکی خطر «خورا جدي او نهایت دروند او خطرناکه دی.»
ګروسي یادونه وکړه چې په کارخانه کې د خونديتوب ډير موارد نقض شوي دي هغه هم د روسېې تر کنټرول لاندې حريم ته نژدې «په داسې يو ځای کې چې عملا په کې جګړه روانه ده.»
د ملګرو ملتونو سازمان دغه لوړپوړي چارواکي وويل چې په زاپوريږیا کارخانه کې فزيکي بشپړتيا رعایت شوې نه ده. هغه د جګړې په سر کې هلته د ګوليو باران ته اشاره وکړه چې بیا وروسته ېې دغه کارخانه اشغال شوه. هغه وويل له روسي او اوکرایني لورو څخه په ترلاسه شوو معلوماتو کې دواړو خواو پر يو بل، زاپوريږيا کارخانې باندې د حملې تورنه لګولي دي.
په کارخانه کې د تاوتريخوالي ادعاوې
ګروسي وويل چې په کارخانه کې «یو متناقض وضعیت» موجود دی. هغه زیاته کړه کارخانه د روسېې په کنټرول کې ده، خو د فعالیت ته ېې اوکرايني کارکونکي ادامه ورکوي چې دغه وضعیت په کارخانه کې د اصطکاک د نه مخنيوي وړ پيښو او د ادعا شوو تاوتريخوالو سبب واقع شوی دی.
د ګروسي په وینا څرنګه چې د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان (IAEA) له ځېنو کارکوونکو سره په اړيکې کې دی، هغوی «معیوب» او «ټکول» شوي دي. هغه همدارنګه وويل چې د تجهیزاتو او پرزه جاتو د اکمالاتو بهیر ګډوډ شوی دی: «له همدې کبله موږ ډاډه نه یو چې کارخانه دې ټول هغه څه چې ورته اړتیا لري وشي کړی ترلاسه کړي.»
ګروسي وویل: «د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان همدارنګه ېوې ډيرې مهمې اروزنې ته اړتيا لري تر څو ډاډ ترلاسه شوی وي چې د ټولو اتومي موادو محافظت کيږي.»
د اتومي ناوړه پيښې ويره
زاپوريږیا، د اوکراین تر ټولو ستره اتومي کارخانه ده چې کیدای شي ورته زیان واوړي. د روسېې له خوا د دغې کارخانې تصرف، یو ځل بیا د چرنوبيل فاجعې په څير ویره راتازه کړې ده. د چرنوبيل فاجعه د نړۍ تر ټولو ناوړه اټومي پيښه ده چې په ۱۹۸۶م کال کې د کيف شمال ته په شاوخوا ۱۱۰ کيلومترۍ کې رامنځ ته شوې وه.
ګروسي وويل: «ځکه خو زه له اولې ورځې ټينګار کوم چې هرومرو د امنيت او خوندیتوب د ارزونې له پاره هلته ولاړ شو تر څو هغه مرستې او ترمیماتي چارې ترسره کړو چې مخکې مو په چرنوبل کې ترسره کړې وې.»
ګروسي د اپریل په ۲۷مه چرنوبيل ته تللی وو. هغه پر ټويټر لیکلي ول چې د امنیت او خوندیتوب کچه د سور څراغ په څير ګل او روښانه کیږي.
سېمې ته د متخصصانو د تلو له پاره هڅې
خو هغه د سه شنبې په ورځ وويل چې د اتومي انرژۍ سازمان هغه وخت په چرنوبيل کې د «مرستې يو ماموریت» تنظیم کړی وو چې «تر اوسه پورې ډير ګټور واقع شوی دی.»
ګروسي وويل چې د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان سخته اړتیا لري تر څو د زاپوريږیا کارخانې ته ورشي. خو هغه وويل د دغه کار له پاره هغه او ټیم يې محافظت او همدارنګه د روسېې او اوکراین له لورې بيړنيو همکاریو ته اړتیا ده.
رافایل ګروسي ډاډ څرګند کړ چې په دغه کارخانه کې د اتومي انرژۍ سازمان موجودیت به د دغې کارخانې پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالی مخه ونیسي. هغه وويل: «د همدې له پاره زه د یو نړیوال کارکونکي او د یو نړیوال سازمان د مشر په توګه له دواړو خواو غواړم چې پریږدي دغه ماموریت ترسره شي.»
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم:
د فوکوشيما ناورين - د اتومي انرژۍ پای؟
انځورونه: د جاپان په فوکوشيما کې شپږ کاله مخکې اتومي ناورين د دغه هېواد، د ډېرو انسانانو او د اتومي انرژۍ د صنعت له پاره ناوړې پايلې درلودې. خو آيا دغه ټکنالوژي لا آئينده لري؟
انځور: UN Photo/IAEA/Greg Webbد اتومي بمونو په پرتله لا زياته اتومي ککړتيا
مارچ ۲۰۱۱: له زلزلې او سونامي وروسته په څلورو اتومي برېښناکوټونو کې هسته يي ويلېدنه صورت نيسي او په څلورو ځايونو کې د هايدروجن په ټانکيو کې چاودنې کيږي. د دغسې لوی ناورين اټکل هيچا نه و کړی. په دغه پېښه کې د هيروشيما د اتوم بم په پرتله ۵۰۰ چنده زياته اتومي ککړتيا خوشې شوله.
انځور: picture alliance/dpa/Abc Tvډېر لکښتونه او اتومي وړانګې
د دغه ناورين پايلې زښتې زياتې دي. د جاپان د حکومت د څرګندونو له مخې لګښتونه تقريبا ۲۱،۵ بيليونه ين (تقريبا ۱۷۷ ميليارده يورو) ته رسيږي. ورسره د انسانانو کړاو او په نورو هېوادونو کې د اتومي وړانګو په پايله کې زيانونه هم راځي.
انځور: picture-alliance/dpaد پاسيفيک يا آرام سمندر ککړتيا دوام مومي
اوس د بټيو چاپېره نوي دېوالونه جوړ شوي او د لاندې خوا کنګلي دېوال هم رغول شوی دی. د ورانو شوو بټيو او ويلي شوو سون توکو را ايستنه البته اوس لا ممکنه نه ده. په دې ترتيب تر ځمکې لاندې اوبه ککړيږي. يوه برخه يې د پمپونو په مرسته په ټانکونو کې زېرمه کيږي. بله برخه يې د پاسيفيک يا آرام سمندر اوبو ته لاره مومي.
انځور: Getty Images/C. Furlongد تايرايډ په غده کې سرطان ۲۰ چنده شوی
جاپان په ناورين کې لا يو څه نېکمرغه وو. باد اتومي ککړتيا د سمندر په لور انتقال کړه. په دې د توکيو په شاوخوا کې ۵۰ ميليونه انسانان وژغورل شول. خو د فوکوشيما سيمه سخته ککړه شوه. ۲۰۰ زرو خلکو خپل کورونه پرېښودل. په ماشومانو کې د تايرايډ په غده کې سرطان ۲۰ چنده ډېر وموندل شو.
انځور: Reutersاکثريت د اتومي ځواک پر ضد دی
د جاپان په برېښنا کې د اتومي ځواک ونډه له ناورين وړاندې ۳۰ سلنه وه، نن هغه يوه سلنه ده. له پخوا ۵۴ بټيو څخه نن دوه لا فعالې دي. حکومت پر اتومي ځواک ولاړ دی او غواړي چې ځينې بټۍ بېرته فعالې کړي. خو اړونده سيمې يې تر اوسه پورې مخالفت کوي.
انځور: REUTERSاتومي صنعت له کړکېچ سره مخامخ دی
له فوکوشيما شپږ کاله وروسته اتومي شرکتونه له يو ستر کړکېچ سره مخامخ دي. په جاپان، د امريکا په متحده آيالاتو او فرانسه کې هغه پيسې له لاسه ورکوي، نوې بټۍ نورې نه پېرودل کيږي او د رغونو چارې يې ځنډيږي.
انځور: Reutersفرانسه له تر ټولو نوې او عصري بټۍ سره ډېرې هيلې تړي. هغه د د اوبو د لوړ فشار اروپايي بټۍ بلل کيږي چې وايي ډاډمن دی. هغه څه باندې ۱۰ ميليارده يورو غواړي، چې د اټکل په پرتله درې چنده زياتې پيسې دي.
انځور: Getty Images/AFP/C. Triballeauآيا لويه بريتانيا هم اتومي بټۍ جوړوي؟
لويه بريتانيا د کلونو راهيسې د دغسې عصري بټيو جوړول غواړي. ټول ټال لګښتونه يې ۳۳ ميليارده يورو اټکل شوي چې رغنيزې چارې به يې په ۲۰۱۹ کال کې پيل شي. خو اندېښنې هم ډېرې دي. اتومي برېښنا ښايي د لمر او بادي انرژۍ د برېښنا په پرتله لا ګرانه وي.
انځور: Getty Images/J. Tallisزړې اتومي بټۍ په وړتيا توګه
اتومي بټۍ پخوا اقتصادي وې. اوس هغه زړې دي، بايد ترميم شي او اقتصادي نقص راوړي. يوه سويسي شرکت غوښتل چې دوه اتومي بټۍ د فرانسې د انرژۍ يوه شرکت ته په وړتيا توګه ورپرېږدي. خو فرانسوي شرکت دغه تحفه رد کړه.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seegerپه آلمان کې له اتومي انرژۍ څخه فاصله نيول کيږي
د فوکوشيما له ناورين وروسته آلمان پرېکړه وکړه چې له اتومي انرژۍ څخه به لاس واخلي. تر اوسه نهه اتومي بټۍ تړلې شوې، چې اته نورې به تر ۲۰۲۲ کاله پورې وتړل شي. د اتومي پاتې شونو له پاره اړونده شرکتونه بايد يوه دولتي صندوق ته ۲۳ ميلياده يورو په اختيار کې ورکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Ebenerله اتومي پاتې شونو څخه وېره په ډېرېده ده
په اروپايي ټولنه او سويس کې ټول ټال ۱۳۲ اتومي بټۍ فعالې دي. خو په وار وار د هغوی د خونديتوب په اړه اندېښنې راټوکيږي. ډېر شمېر خلک د دغسې بټيو تړل کېدل غواړي.
انځور: DW/G. Rueterچين د اتومي ځواک استعمال ته زور ورکوي
په داسې حال کې چې په اروپايي ټولنه، جاپان او روسيه کې له ۲۰۱۱ کال وروسته نوې بټۍ نه دي جوړې شوې، چين له دغې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخلي. خو د هسته يي انرژۍ په پرتله چين د باد او لمر په انرژۍ ډېره زياته پانګونه کوي.
انځور: Imago/China Foto Press