1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اکتوبر ۷ مه: پر اسرائیل باندي د حماس د برید یو کال تیر سو

۱۴۰۳ مهر ۱۶, دوشنبه

دا یو وحشتناکه برید وو: د فلسطین افراطي اسلامپاله سازمان حماس د تیر کال د اکتوبر مياشتي پر ۷ نېټه سهار وختي د اوبو، وچې او هوا له لاري پر اسرائیل باندي برید وکړ. له هغه راهیسي تر نن پوري د غزې جگړه ادامه لري.

Isreal, Kfar Aza | Israelische Soldaten mit Leichen von bei dem Hamas-Angriff getöteten Zivilisten
انځور: Ilia Yefimovich/dpa/picture alliance

د دغه برید په پیل کي ستره بیره او گډوډي رامنځته سوه او د هغه د پیښو د سلسلې دقیقې ارزونې یو څه وخت ونیو. په دغه مطلب کي به د نوموړي برید کرونولوژي ته نظر واچوو چي د اسرائیل دولت له جوړیدو راهیسې په تر ټولو بد دغه برید کې چې د غزې جګړه یې پیل کړه، ۱۲۰۵ کسان ووژل سول.

سهار وختي یو ناڅاپه برید

په سیمه ایز وخت د سهار پر ۶:۲۹ د شبات یا د یهودانو د استراحت په ورځ چې د سمچات تورات د یهودانو له رخصتۍ سره هم سمون لري، د اسرائيل پوځ د غزې له تراډې څخه سرحدي سیمو ته نیژدې پر اسرائیل باندي د په زرګونو توغنديو توغول ثبت کړل. حماس خپل دغه برید ته د "ال اقصی سیلاب د عملیاتو" نوم ورکړ - چې د اسرائیل له خوا الحاق سوي ختیځ بیت المقدس کې د الاقصی جومات ته اشاره کوي. د اسرائیل د "اوسپنې گنبد" توغندیو دفاعي سیستم په چټکۍ سره نور د دې توان نه درلود چې د لویو بمباریو سره مقابله وکړي.

د نوموړي اسلامپاله فلسطیني سازمان په حواله، په عین وخت کي د حماس جنگیالي چی ، ۱۲۰۰ کسان وه، د موټر سایکلونو، پيک اپ موټرونو او حتی د موتور لرونکو پاراګلایډرونو په مرسته له سرحد څخه واوښتل.

هغوی د چاودیدونکو موادو او بولدوزرونو په مرسته د غزې تراډې او اسرائیل په جنوب کي کلاوي ماتې کړې او د اسرائیل پوځ د اډې، کیبوزیم په گډون یې د غزې د تراډې پر شاوخوا د سدیروت پر ښار او د نووا د موزیک پر فیستیوال برید وکړ. 

د حماس وسله والو او له هغوی سره مل وسله والو فلسطیني  ډلو یوازي د نووا په فیستیوال کي ۳۷۰ ځوان نارینه او ځواناني ښځې ووژلې. په کیبوزیم او نورو سیمو کي هغوی هرې دروازې ته ننوتل، اوسیدونکي یې ووژل او کورونو ته یې اور واچاوه. په مارچ میاشت کي د ملگرو ملتونو د یوه رپوټ په حواله بریدکوونکو پر خپلو ځینو قربانیانو جنسي تیری هم کړی دی.

د پوځ له خوا کرار غبرگون

حماس په ځايي وخت ۸ نیمو بجو د سرحد په اوږدو کي پر شپږو پوځي اډو برید وکړ. تر برید لاندي کیبوزیم اوسیدونکي مجبوره سول په یوازي سر د بریدکوونکو په وړاندي د ځان دفاع وکړي، دا ځکه چي پوځ ډیر ورو له هغوی سره مرسته کولو ته حاضر سو.

اوسیدونکو وروسته وویل چي څنگه یې په یوازي سرد ځان د دفاع له پاره ممکنه وسلو ته لاس پوري کړ او یا یې هم په داسي حال کي چي وسله والو بریدکوونکو د دروازو د ماتولو هڅه کوله، له بیري ځانونه په خونو کي پټ کړي وه.

لکه څنگه چي د پوځ په یوه رپوټ کي راغلي دي، په تر ټولو سخت برید لاندي کیبوز بیري کي لومړني اسرائیل  سرتیري د ماپښین پر یوه نیمه بجه راڅرګند سول. د دغه ځای د اوسیدونکو د مرستې له پاره د پوځ یوه بشپړه څانگه پر ۴ بجو او ۱۵ دقیقو هلته ورسېدله، هغوی ژوندي پاته سوي کسان خوندي ځایونو ته انتقال کړل او کیبوز یې تر کنترول لاندي راووست. د شپږ بجو په شاوخوا کي پوځ اعلان وکړ چي غزې تراډه ته هم ملکي کسان او هم سرتیري د حماس د بریدکوونکو له خوا تښتول سوي دي.

۲۵۱ یرغمل سوي وتښتول سول

حماس د اکتوبر پر اوومه په مجموعي ډول ۲۵۱ انسانان یرغمل ونیول چي په هغوی کي د نووا د فیستیوال ۴۴ گډون کوونکي او کیبوز نیروز د سیمې تر ۴۰۰ اوسیدونکو څخه یې لږترلږه ۷۴ کسان شامل وه . د اسرائیل د پوځ په حواله ځیني دغه کسان د غزې تراډې ته د بریدکوونکو له خوا تر تښتولو دمخه لا مړه سوي وه.

ځیني یرغمل سوي کسان د خپل پوځ له خوا د فیرونو په نتیجه کي هم ووژل سول، لکه په کیبوز بیري کي. هلته عیني شاهدانو د اسرائیل رسنیو ته وویل چي څرنگه یوه ټانک داسي یو کور وویشت چي پکښي د حماس جنگیاليو، ۱۴ کسان په زور سره ټینگ کړي ول.

«موږ په جگړه کي یو»

 پر ۱۱ بجو او ۳۴ دقیقو د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتانیاهو په خپله ټلویزیوني وینا کي اولس ته اعلان وکړ: «موږ په جگړه کي یو.»

د ماپپښین له خوا پوځ له ۳۶۰ زره محافظینوغوښتنه وکړه چې د پوځ د ۱۷۰ زره  سرتیرو ملاتړ وکړي.

په سبا ورځ تر غرمې دمخه لا اسرائیل د غزې پر نرۍ تراډې باندي چي ۲،۴ میلیونه انسانان یو له بل سره ډېر نیژدې پکښي ژوند کوي، بمبارۍ پیل کړې. لکه څنگه چي یوه خبریال د فرانسې خبري آژانس ته رپوټ ورکړ، لومړني هوايي بریدونه پر ۱۰ بجو او ۳۹ دقیقو پیل سول.

همدارنگه په شپه کي هم پوځ د حماس په جنگیالیو پسې لټون کاوه. د حماس د بریدونو له بیري، اسرائیلیانو ځانونه په خپلو کورونو کي پټ کړي وه، ډېر سړکونه له انسانانو خالي سوي وه. د اکتوبر پر لسمه پوځ اعلان وکړ چي تر برید لاندي راغلو ټولو سیمو کنترول یې بیرته په لاس کی دی.

په دې ترڅ کي د اسرائیل  له خوا متقالبو بریدونو د غزې تراډه ویجاړه کړې ده. د حماس د روغتیا وزارت په حواله څه د پاسه ۴۱۸۰۰ انسانان وژل سوي دي چي ډېر یې ملکي کسان دي. که څه هم دغه ارقام په خپلواک ډول نه دي تائيد سوي، خو ملگري ملتونه  دغه ارقام د باور وړ بولي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب