ډبلیو ایچ او د ایبولا ناروغۍ له کبله بیړنی حالت اعلان کړی
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۷, یکشنبه
د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د نړیوالې اندېښنې وړ او ورسره روغتیايي بېړنی حالت اعلان کړی. په یادو هیوادونو کې د ایبولا له ۳۰۰ ډیرې پیښې او ۸۸ مړینې ثبت شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدو له کبله بېړنی حالت اعلان کړی او د ناروغۍ د خپریدو ته یې اندیښنه ښوولې ده. انځور: Olivia Acland/REUTERS
اعلان
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس تیدروس ادهانوم غیبریسوس په اېکس شبکه کې په خپاره شوي پوسټ کې ویلي چې د ایبولا ناروغۍ دا خپرېدنه د کووېډ ۱۹ یا کرونا وبا په څېر د نړیوالې وبایي بېړني حالت معیارونه نه پوره کوي، او د نړیوالو پولو د تړلو پر ضد یې سپارښتنه کړې ده.
ایبولا ډېره ساري ناروغي ده او د بدن د مایعاتو لکه کانګو یا استفراغ، وینې یا مني له لارې لېږدېدلی شي. هغه ناروغي چې دا ویروس یې رامنځته کوي، نادره خو شدیده او ډېری وخت وژونکې ده.
روغتیايي چارواکو تایید کړې چې د ایبولا ناروغي اوسنی خپرېدنه د بونډیبوګیو ویروس له امله رامنځته شوې، چې د ایبولا ناروغۍ یوه نادره بڼه ده او تر اوسه یې هېڅ درملنه یا واکسین نشته دی. که څه هم په کانګو او یوګانډا هیوادونو کې له ۲۰ څخه ډېر ځله د ایبولا ناروغۍ خپرېدنې شوې دي، خو دا یوازې درېیم ځل دی چې د بونډیبوګیو ویروس راپور ورکول کېږي.
د روغتيا په برخه کې نری رنځ يا توبرکلوز په نړۍ کي يوه اساسي ستونزه ده. دا څه ډول ناروغي ده او تر ډيره په کومو هيوادونو کي سته؟ انځوريز راپور.
انځور: picture-alliance/BSIP/C. James
نری رنځ څه شی دی؟
د دغي ناروغۍ عمومي نخښي دا دي چي له ټوخی سره خلط ملگری وي او په خلط کي لږ وينه هم وي، د سينې قفس يې درد کوي، ضعف باندي راځي، وزن بايلي، تبه يې کيږي او ريږدي او د خوب پرمهال خولې کوي. د نري رنځ ناروغي د هوا له لاري له يو کس څخه بل ته انتقالیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د بېړني حالت اعلان موخه دا ده چې مرستندویه ادارې او هېوادونه اقدام ته وهڅوي. خو د پخوانیو ورته اعلانونو پر وړاندې نړیوال غبرګون ګډوډ او متفاوت پاتې شوی دی.
په ۲۰۲۴ کال کې، کله چې د روغتیا نړیوال سازمان په کانګو او د افریقا په نورو برخو کې د ام پاکس خپرېدنې نړیوال بېړنی حالت اعلان کړ، کارپوهانو هغه مهال ویلي وو چې دغه اعلان اغېزناک نه و او ونه توانېد چې تشخیصي ازموینې، درمل او واکسینونه اغېزمنو هېوادونو ته په چټکۍ ورسوي.
کبان او غوښه يوې خوا ته کړئ. حبوبات ښايي د راتلونکي «غوره خواړه» وي. د روغتيا نړيوال سازمان حبوبات صحي او ګټه ورو خواړه او د «غوښې د بديل» په توګه ياد کړي او د چاپيريال ساتنې ټولنې هم د حبوباتو پر کارولو ټينکار کوي.
د مشيګن پوهنتون د پرمختګ په حال کې اقتصادونو د برخې استاده پروفيسره مايويش مارديا وايي چې حبوبات کولی شي د پرمختګ په درشل کې د ولاړو هيوادونو د مشکلاتو په حل کې مرسته وکړي. حبوبات نه يوازې مناسب غذايي خاصيت لري، بلکې ارزان دي او په آسانۍ سره وده هم کوي. دا همدا راز د غوښې په پرتله چاپیريال ته هم کم زيان رسوي.
انځور: Global Pulse Confederation
په کمه بيه ډېر پروتين
د ملګرو ملتونو په حواله د حبوباتو له لارې د پروتينو د تامين بيه له شيدو څخه د همدومره مقدار د پروتينو له پاره يو پر پنځمه برخه کمه ده. پر دې سربیره د ۵۰۰ ګرامو حبوباتو د توليد له پاره د ۱۲۰ ليترو په شا او خوا کې اوبو ته اړتيا ده، په داسې حال کې چې د غوا د ۵۰۰ ګرام غوښې له پاره ۷۰۰۰ ليتره اوبه مصرفیريږي.
انځور: ICARDA
حبوبات په (کابو) هر ځای کې کرل کیدلی شي
حبوبات په عمومي توګه په هغو ځايونو کې کيږي چې د اوبو پرمختللي سيستمونه او د کيمياوي موادونو لویې زيرمې نه لري. دا په دې معنا ده چې حبوبات ښايي په هغو سيمو چې نور بوټي پکې نه شي کرل کيدلی، خلکو ته ګټه ورسوي.
انځور: ICARDA
حبوبات په تیرو پيړيو کې
له اوږدې مودې راهيسې انسانان له حبوباتو څخه استفاده کوي. لرغون پوهانو په اناتوليا يعني نننۍ ترکيه کې د نخودو او دالونو د توليد نخښې موندلي دي چې آن تر میلاد ۷۰۰۰ تر ۸۰۰۰ کاله پخوا وخت سره تړاو لري.
انځور: Photoshot/picture alliance
حبوبات په هنر کې
حبوبات د انسان د فرهنګ د برخې په توګه په هنر کې هم کارول شوي دي. رنګولي هغه هنر دی چې ريښې یې په هند کې دي او په هغه کې د رنګ شويو شګو، ګلانو د پاڼو او همدا راز له لوبيا او دالونو کار اخيستل کيږي او په مرسته یې پر ځمکه پيچلي ډيزاينونه او شکلونه جوړيږي. په دې انځور کې د هند بیرغ د دالو او وريجو په کارولو سره جوړ شوی دی.
انځور: Debarchan Chatterjee/ZUMA/picture alliance
په شيريني کې يې کارول
حبوبات په څو ډوله کاريږي او سړی کولی شي د سهار په ناشته او غرمې ډوډۍ او نورو خوړو په تیارولو کې یې وکاروي. حبوبات د يوه صحي عنصر په توګه په کيکونو او نورو خوږو شيانو او آن په مشروباتو کې کارول کيږي.