1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایتالیا په لور د مهاجرو یو نوې څپه په لارې ده

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۴ خرداد ۱۷, یکشنبه

د ژغورنې نړیوالو ځواکونو په مدیترانه کې کابو ۳۵۰۰ مهاجر له ډوبیدو څخه ژغورلي دي. بریتانویان اټکل کوي چې تر دوبي پورې ښايي نیم ملیون انسانان اروپا ته د مدیترانې له لارې خطر لرونکي سفر په ځان ومني.

آلماني عسکرو یو ځل بیا په مدیترانه کې مهاجر له ډوبیدو څخه وژغورل
آلماني عسکرو یو ځل بیا په مدیترانه کې مهاجر له ډوبیدو څخه وژغورلانځور: S. Jonack/Bundeswerhr/PAO Mittelmeer/dpa

د آلمان اوایتالیا په شمول د ژغورنې نړیوالو ځواکونو د شنبه او یکشنبه په ورځو څه ناڅه ۳۵۰۰ مهاجر د مدیترانې په سمندرگي کې ژغورلي دي. ویل شوي دي چې دغه مهاجر په کوچنیو بیړیو کې د لیبیا له سواحلو څخه خوځیدلي ؤ او د ژغورنې په ۱۵ عملیاتو کې وژغورل شول. په دغو عملیاتو کې د آلمان دوه ژغورنکو بیړیو «هسن» او «برلین» هم برخه درلوده. د آلمان د دفاع وزارت د وینا له مخې هغوی وتوانیدل چې له څلور کوچنیو بیړیو څخه ۱۴۱۱ کډوال چې په هغو کې ۱۴۵ ماشومان شامل ؤ، وژغوري. دغو آلماني بیړیو ته په روم کې د سمندري ژغورنې د مرکز MRCC له خوا خبر ورکړی شوی ؤ.

د قاچاق وړونکو پر ضد نور زیات عملیات

د ژغورنې په عملیاتو کې د بریتانیا جنگي بیړې، HMS Bulwark هم گډون درلود. د بیړۍ کیپتان ، نیک کوک پریست، خبریالانو ته وویل:«ټولې نښې نښانې پر دې شهادت ورکوي چې د لیبیا په سواحلو کې ۴۵۰ زرو تر ۵۰۰ زرو پورې کډوال چې ډيري یې له شمالي افریقا څخه دي، انتظار باسی چې د مدیترانې له لارې ایتالیا ته ورسیږي.»

د بریتانیا د دفاع وزیر، مایکل فالن له اروپا څخه وغوښتل چې د قاچاق وړنکو پر ضد نور زیات عملیات په لاره واچوي: «مونږ باید هڅه وکړو چې د هغوی مالي سرچینې وچې کړو.» هغه یادونه وکړه چې دغه خلک د مهاجرو په درد او رنځ سره پیسی گټي.


د مدیترانې د ماموریت لومړی پړاو

د مدیترانې له ماموریت سره د اروپا اتحادیه غواړي چې د کډوالو د قاچاق مخه ونیسي. د اروپا د اتحادېې غړو هیوادونو د مې په میاشت کې يو پلان تصویب کړ چې د هغه له مخې د قاچاق وړنکو پر ضد عمل وشي. په لومړي پړاو کې باید بیړې او کشافي الوتکې د قاچاق وړونکو د شبکو په هکله معلومات راټول کړي. د دی لپاره چې د قاچاق وړونکو د بیړیو پر ضد عمل وشی او د دې لپاره چې دغه بیړې ویجاړې کړای شي، پوځې اقداماتو ته اړتیا ده. خو د اروپا اتحادیه باید د دی هدف لپاره د ملگرو ملتو او لیبیا څخه اجازه واخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل